تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکیې او سوریې زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۱ زرو واوښت
په ترکیه او سوریه کې د تېرې اونۍ د زلزلې د مړو جوت شمېر تر ۴۱ زرو اوښتی دی. د ترکیې شمال کې د حکومت د مخالفانو تر ولکې لاندې سیمې ته په یوه نوې پرانیستل شوې لار له ترکیې نه هم مرستې ور رسول شوې دي.
په دغو دواړو هېوادونو کې د لټون او ژغورنې چارې لا هم روانې دي. پرون په ترکیه ۹ نور کسان د ړنګو ودانیو له کنډوالو نه ژوندي رایستل شوي.
د روغتیا نړیواله ټولنه وايي، په اغېزمنو شویو سیمو کې ۲۶ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
د سوریې حکومت وايي تر خپل واک لاندې سیمو کې دوه نورې لارې پرانیزي چې د ملګرو ملتونو مرستې دغه هیواد کې زلزله ځپلو ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو یوه ویاند بي بي سي ته ویلي دا به د مرستو رسولو کې یو لوی بدلون راولي ځکه دمګړۍ یوازې یوه لار کارېږي.
ملګري ملتونه وايي غواړي دغه هېواد کې د وروستۍ زلزلې له کبله د زیانمنو وګړو لاس نیوي ته پام لا ډېر شي.
د سوریې حکومت ملګرو ملتونو سره د مرستې رسونې چاره کې د دوه نورو لارو د پرانیستلو ژمنه کړې.
د ملګرو ملتونو یوه ویاند عمار سلمو بي بي سي ته ویلي "دا به یو لوی بدلون راولي. موږ اوس یوازې یوه لار کاروو."
د ملګرو ملتونو مشرتابه د ولسمشر بشار اسد د حکومت د دغه ګام هر کلی کړی چې له ترکیې د سوریې شمال لویدیځ ته د دوه نورو لارو پرانستل کېدو اجازه ورکوي.
رپوټونه وايي سوریه کې زلزله ځپلي وګړي د سرپناه له نشتوالي او له لوږې سره مخ دي.
دلیل یې دا یادېږي چې ګواکې اړمنو خلکو ته پر وخت مرستې نه دي رسېدلي.
د بشار الاسد رژيم د ده پر حکومت د لویدیځ بندیزونه د انساني ناورین د ژورېدو لامل ګڼي.
خو نړیوال مرستندویان وايي خبره د اسد له حکومته ورانه ده چې مرسته رسوونکو ته پراخو سیمو کې د فعالیت لار نه جوړوي.
تر اوسه یوازې پر 'باب الهوا' بندري لار د مرستو رسولو اجازه شوې وه.
په نوې هوکړه کې باب السلام او باب راعي دوه نورې هغه لارې دي چې د مرستې رسونې لپاره پرانستل کېږي.
په سوریه او ترکیه کې له یوه میلیون ډېر وګړي د زلزلې له کبله بې کوره شوي.
د سوریې خلک لا له وړاندې جګړې له ناوریني حالت سره مخ کړي وو.