کینیا کې له تیږو جوړ نژدې درې میلیونه پخواني توکي موندل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
په کینیا کې لرغونپوهانو د ډبرو ځینې زاړه توکي موندلي چې لومړنیو انسانانو ۲٫۹ میلیونه کاله پخوا کارول.
د څېړونکو په وینا، دا ۳۳۰ موندل شوي توکي د نباتي موادو ټکولو لپاره کارېدل.
په دې سیمه کې د دوو غاښونو فوسېل هم موندل شوي او ظاهراُ د هغو مخلوقاتو دي چې د انسان پېژندنې په علم کې د پارانتروپس په نوم یادېږي او په همدې علم کې دا د انسانانو همخېل یادېږي.
په لومړیو کې ساینسپوهانو ګومان کاوه چې د اولډووان توکي هسې ساده وسایل دي او د هوموساپین انسانانو د پلرونو لخوا چې په عامه اصطلاح د هوښیارو انسانانو ډلې په نوم یادېږي موږ او زموږ نژدې خپلوان په کې شامل دي، کارول کېدل.

د عکس سرچینه، Reuters
په هر حال، د کینیا په لوېدیځ هما ټاپو کې د هوموساپین انسانانو فوسیل (پاتې شونې) نه دي موندل شوي.
خو د یاد ډول انسانانو په ځای هلته د پارانتروپس انسانانو دوه داسې عاښونه کشف شوي چې د بیزوګانو او انسانانو ترمنځ ګډې ځانګړنې لري.
پروفیسور ریک پاتس وايي: ''موندل شوي وسایل د فیل د ژامې له غاښونو قوي او د زمري له داړو تېز دي''.
"د اولډووان وسایل داسې دي لکه ناڅاپه چې له بدن نه بهر ځینې غاښونه وده وکړي او د افریقا په سیمو کې خواړه پرې چمتو کړل شي."
په نیویارک کې پروفیسور توماس پلامر وايي: ''له پارانتروپوس سره د موندل شویو توکو اړیکې هغه موضوع ته لار ور خلاصوي چې په لومړي ځل اولدوون توکي چا جوړ کړي وو. کېدای شي نه یوازې هومو بلکې د انسانانو نورو ډولونو لکه هومینین هم د اولدوون په ډول توکي د خوړو ترلاسه کولو لپاره کارولي وي.''

د عکس سرچینه، Reuters
څېړونکي وايي، دغه توکي د هغو نورو توکو پرتله چې ۳،۳ میلیون کاله مخکې کارېدل ډېر پرمختللي ښکاري.
د انسانانو یو بل ډول چې په هغه زمانه کې یې ژوند کاوه د آسترالوپیتکوس انسانانو په ډله کې شامل وو. د دې ډلې مشهور فوسیل (لوسي) د همدې ډلې استازیتوب کوي او په ۱۹۷۴ کال کې د اتییوپيا په شمال کې پیدا شو.
مشهور "لوسي" فوسیل د ورته ډولونو استازی دی چې په ۱۹۷۴ کې په شمالي ایتیوپیا کې وموندل شو.











