کابل کې لاریونوالې وايي، طالبانو یې مخه نیولې او وهلې ټکولې یې دي خو طالبان یې ردوي

لاریون

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

له کابله رپوټونه وايي چې د طالبانو حکومت امنیتي کسانو نن (پنجشنبه) په پلازمېنه کې د لاریون کوونکو نجونو مخه نیولې، شعارپاڼې یې ورته څيرې کړې، دوی یې وهلې ټکولې او ځينې یې بندیانې کړې دي.

یو شمېر لاریون کوونکو زدکړیالانو بي بي سي ته ویلي چې سهار نجونو د پوهنتونونو د بندښت په اعتراض کې لاریون پیل کړ خو د طالبانو امنیتي کسانو یې مخه ونیوله.

د ملالې په نوم یوې زدکړیالې بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، "لاریون سهار پیل شو. نجونې د کابل پوهنتون مخې ته ورغلې خو هلته طالبانو نه پرېښودلې. ځینې یې ووهلې او ځينې یې له ځانه سره بوتلې. له همدې وجې دوی سره پراګنده او تیت و پرک شوې"

"د طالبانو ښځينه پولیس له تاوتریخوالي کار اخلي"

لاریون

د عکس سرچینه، Getty Images

ملاله وايي چې له طالبانو سره ښځينه پولیس ورسره دي او هغوی له لاریونوالو سره له تاوتریخوالي کار اخلي او پر یو ځای ټولېدو ته یې نه پرېږدي.

دا زیاتوي، "طالبانو سره ښځينه پولیسې دي او هغوی سره وسلې دي. ځکه ښځې لاریون هغسې نه شي کولای او نه یې پر یوه ځای درېدو او ټولېدو ته پرېږدي. ډېر بد چلند کوي، وهي او وهي یې. غږ پورته کولو ته یې نه پرېږدي"

په همدې حال کې پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډيوګانو کې یوه ډله نجونې ښکاري چې د پوهنتونونو د بېرته خلاصون شعارونه ورکوي. وايي، "نه ډارېږو. ټولې سره یو ځای یو. ظلم او ستم مو مات کړی دی. ازادي او برابري"

خو وروسته د دوی له ډلې یوه په سوځېدلې ساه وايي، "طالبانو زموږ اعتراضي لاریون په تاوتریخوالي واړاوه. ټولې نجونې یې ووهلې، له ځانه سره یې ښځينه پولیسې هم راوستلې وې. موږ ځینې ترې راوتښتېدلو او ځینې یې ونیولې. نه پوهېږم چې بلاخره څه کېږي"

د همدغو لاریونوالو له ډلې یې یوې بي بي سي ته په استول شوي غږ کې ویلي، "هغه خویندې چې غواړي راشي، هېڅ دې نه راځي، ځکه چې ډېرې یې له ځانه سره بوتلې"

ټکور: پر ښځو لاس پورته کول پېغور دی او موږ داسې نه کوو

طالبان

د عکس سرچینه، Takor

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا دا ردوي چې له لاریونوالو سره دې تاوتریخوالی شوی وي.

بي بي سي پښتو پاڼې ته د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل، " دا خبره حقیقت نه لري، په افغاني ټولنه کې په ښځو لاس پورته کول پېغور ګڼل کېږي او نه هم د هغوی د نیولو کوښښ چا کړی دی"

ښاغلي‌ ټکور دا ونه ویل چې د دغو لاریون کوونکو نجونو مخه یې نیولې ده او که نه؟

په تخار کې هم ورته اعتراضونه شوي دي او بي بي سي ته په رسېدلو ویډيوګانو کې ښکاري چې هلته پر ښځينه لاریونوالو له اوروژونکو ګاډو اوبه شيندل کېږي او تیت و پرک کېږي.

د یادولو ده چې تر دې مخکې هم طالبانو د ښځينه لاریونوالو د هغو اعتراضي غونډو مخه نیولې چې تر شپږم پورته د نجونو ښوونځيو د بیا پرانیستې او یا یې پکې ښځو ته د کار او برابرۍ حق ورکولو غوښتنه کوله.

د احتجاجونو دا تازه بهیر د طالبانو حکومت د هغې پرېکړې پر ضد په بېلا بېلو ډولونو پيل شوی چې د نجونو پر مخ یې د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

په همدې ترڅ کې تر اوسه ګڼو استادانو استعفا کړې او په یو شمېر سیمو کې نارینه زدکړیالان هم د ښځينه هغو په ملاتړ له خپلو درسونو او ازموینو لاس په سر شوي دي.

د ښځو حقونو او د ښوونی او روزنې فعالانو تر دې پرېکړې وروسته له نړیوالو او همدا راز له عامو خلکو غوښتي چې د طالبانو حکومت د دې پرېکړې په اړه دې غلي نه کېني او هغوی دې اړ باسي چې دا پرېکړه بېرته واخلي او په افغانستان کې ښځو ته هم د زدکړو، کار او برابرۍ حق ورکړي.