تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا دوه چیني وګړي د یوې مخابراتي کمپنۍ اړوند قضیه کې پر جاسوسۍ تورن کړي
د امریکا متحدو ایالتونو دوه چیني وګړي پر دې تور کړي چې دغه هېواد کې یې د یوې سترې چینايي مخابراتي کمپنۍ په اړه د فدرال څېړنو مخنیوي لپاره د پولیسو یوه چارواکي ته زرګونه ډالر او ګاڼې بډې ورکړې دي.
د څارنوالانو په وینا دغو سړیو په دې توګه هڅه کړې چې د فدرال پولیسو دغه چارواکی د خپلې استخباراتي پانګې په توګه دې څېړنو کې د ځان په ګټه مداخلې لپاره وکاروي.
خو دوی پر دې خبر نه وو چې دغه چارواکي اصلآ په دې قضیه کې "ایف بي ای" لپاره د څارګر دنده پر مخ وړه.
محکمې ته په سپارل شویو اسنادو کې دغه سړي د 'ګوچون هې' او 'ژېنګ وانګ' په نومونو معرفي شوي دي.
پر دغو سړیو د لګېدلو تورونو اسنادو کې راغلي چې دوی له دغه چارواکي سره د اړیکو جوړولو له لارې غوښتل د شواهدو، شاهدانو او احتمالي تورونو په ګډون د دغو پلان شویو څېړنو جزییات ترلاسه کړي.
دوی د قانون له دغه پلي کوونکي چارواکي دا هم غوښتي چې د ستراتېژۍ ازمېښتې غونډې ورته په پټه ثبت کړي.
له دوی سره هممهاله امریکا کې یوولس نور چیني وګړي هم د جاسوسۍ په دوو جلا قضیو کې تورن شوي.
د اېف بي ای چارواکي ته د بډو ورکولو قضیه کې د دوو تورونو شویو چیني وګړو په رسمي اسنادو کې دا نه ده روښانه شوې چې دوی د کومې مخابراتي کمپنۍ په ګټه کار کاوه.
خو امریکايي رسنیو له دې قضیې د باخبره سرچینو په حواله دوی د مخابراتو برخه کې د چین د تر ټولو ستر شرکت هواوې کسان بللي.
د امریکا لوی څارنوال مېریک ګارلنډ د دوشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وویل "دا د چین خلکو جمهوریت د استخباراتي افسرانو لخوا یوه طرحه شوې هڅه وه چې د چین په مرکزیت له یوې کمپنۍ سره د حساب کتاب مخه ونیسي او زموږ د قضایي سیستم یووالی کمزوری کړي."
دغه چیني وګړي تورن شوي چې دې چارواکي ته یې یوازې د یوې "محرمانه" پاڼې د عکس بدل کې چې ورته ویل شوي وو پر دغه شرکت د لګېدلو تورونو او د مشرانو د نیول کېدو د څرنګوالي په اړه یې جزییات پکې دي، د ۴۱ زره ډالرو په ارزښت بېټ کوین په ګډون لسګونه زره نغد ډالر او ګاڼې ورکړي دي.
خو د امریکا لوی څارنوال ويلي دا مشکوک چیني جاسوسان پر دې خبر نه وو چې دغه چارواکی اصلا اېف بي ای ته کار کوي او دوی ته یې جعلي اسناد سپارلي.
په یوه جلا قضیه کې د امریکا نیوجرسي ایالت کې څلور نور چیني وګړي چې درې یې مشکوک استخبارتي ماموران دي، پر دې تورن شوي چې ګوندې غوښتل یې د یوه جعلي فکري بنسټ په پلمه یو شمېر اوسني او مخکیني امریکايي چارواکي وګوماري.
ښاغلي ګارلنډ ویلي دغو کسانو هېله درلوده چې ټکنالوژي ترلاسه او چین ته واستوي او همدا راز امریکا کې په اعتراضونو کې مداخله وکړي.
پاتې اووه نور چینې وګړي بیا پر دې تورن شوي چې ګوندې غوښتل یې یو چینی - امریکايی وګړی چین ته ګرځېدو ته اړباسي.
امریکايي چارواکو دا د چین حکومت لخوا د خپلو تښتېدلو نیوکګرو او مخالفانو د ورګرځولو یا غلي کولو د هڅو برخه بللې ده.
ښاغليګاريلنډ ویلي د چین حکومت د دغه سړي وراره دې ته اړ کړی چې امریکا ته ورشي او هغه ته دا پیغام ورسوي چې چین ته له ګرځېدو او تسلمېدو پرته بله لار نه لري.
امریکايي څارنوالو تېر کال هم پر شمېر مشکوکو چیني جاسوسانو ورته تورونه لګوي او هغوی یې پر امریکايي اتباعو د نفوذ ښندلو پر هڅې تورن کړي وو.