تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چین او امریکا ولسمشرانو ۷ میاشتې وروسته بیا خبرې سره وکړې
د چین ولسمشر شي جین پینګ له خپل امریکايي انډول جوبایډن سره ۷ میاشتې وروسته بیا تېلېفوني خبرې وکړې.
د سپین ماڼې له خوا په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ''دواړو ولسمشرانو د دواړو هېوادونو د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړي څو باوري شي چې سیالي په کړکېچ بدل نه شي. ''
له هغه مهال راهیسې چې جوبایډن واک ته رسېدلی دا دویم ځل دی چې د چین ولسمشر سره خبرې کوي.
د چین او امریکا اړیکې د سوداګرۍ، پر یو بل د جاسوسۍ د تورونو او کورونا وبا له امله خرابې شوې دي.
د سپینې ماڼې په اعلاميې کې راغلي ''دواړو ولسمشرانو د ګډو ګټو او هغو برخو په اړه چې د امریکا او چین ګټې سره جلا کوي مهمې خبرې وکړې. ''
سپینه ماڼۍ وايي لکه څرنګه چې ولسمشر بایډن روښانه کړې د چین او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ دغه خبرې د امریکا د هغو هڅو په لړ کې وشوې چې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ سیالي له مسوولیت سره اداره کړي.
د چین دولتي تلویزون سي سي ټي وي هم ویلي چې د ښاغلي جین پینګ او بایډن ترمنځ دغه تېلېفوني خبرې ازادې وې او دواړو مشرانو په کې د دواړو لورو ترمنځ د شته اندېښنو په اړه ژورې خبرې وکړې.
د سي سي ټي وي د رپوټ له مخې ښاغلي جین پینګ ویلي ''که چین او امریکا خپلې اړیکې اداره کړي دا کار د نړۍ د برخلیک او راتلونکې لپاره مهم دی. ''
د سپینې ماڼې یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي ولسمشر بایدڼ خوښ نه و چې ټیټ رتبه چینايي چارواکي د ده له ادارې سره رغنیزو خبرو ته لیوالتیا نه ښي ځکه یې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې وه.
د روان کال په لومړیو کې د ولسمشر بایډن د ادارې له او چین ترمنځ د لوړې کچې خبرې له ستونزو سره ملې وې او د دواړو لورو چارواکو پر یو بل سختې نیوکې وکړې.
امریکا چین په شینجیانګ ولایت کې د یغور مسلمانانو په ټولوژنه تورنوي او دغه راز وايي چې په هانګ کانګ کې یې د امنیتي قانون په معرفي کولو چې انتقاد کوونکي د مخالفینو د ځپلو لپاره بولي کورني حقوق له مینځه وړي دي.
چین په بیا بیا امریکا ته ویلي چې په کورنیو چارو کې یې له لاسوهنې لاس په سر شي.
دغه راز له ۲۰۱۸ کال راهیسې چې ډونلډ ټرمپ په امریکا کې واکمن و د چین او امریکا ترمنځ سوداګریزه جګړه هم پیل شوې ده.
امریکا د څه باندې ۳۶۰ ملیاردو ډالرو په ارزښت پر چینايي توکو تعرفې لګولې دي چې په غبرګون کې یې چین هم د ۱۱۰ ملیاردو ډالرو په ارزښت پر امریکايي توکو تعرفې لګولې دي.
ښاغلي بایډن په دې برخه کې د امریکا د پخواني ادارې له خوا شوي اقدامات له مینځه نه دي وړي چې له امله یې چین په غوسه شوی دی.