تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چين کمونيست ګوند سلمه کليزه؛ جوړېدو او تاريخ ته يې کتنه
د چین ولسمشر شي جېنپینګ وايي د هېواد د نوښت او پاڅون يون نه په شا کېدونکی دی. ښاغلي شي دا خبرې د خپل کمونست ګوند د جوړېدو سلمې کلیزې مراسمو ته وینا کې کولې.
په تيان انمن ډګر کې یوې لويې غونډې ته ولسمشر شي وویل کمونست ګوند د چین د خلکو راتلونکی بدل کړی او د نړۍ د پرمختګ بڼه یې اړولې ده. ده دا هم وویل هغه وخت چې پر چین به ملنډې وهل کېدې اوس تېر شوی دی.
په چین کې د بي بي سي خبریال روبین برانټ وايي دا خبرې يې نړۍ ته يو داسې پيغام دی چې غواړي خپله اقتصادي اوچتېدا او اغېز وښيي.
د بېجينګ مرغانو ځالې په نامه لوبغالي کې سر له ننه، د جولای لومړۍ، په سندرو، نڅاوو او تياتري نندارو د کمونست ګوند سليزې يوې اوونۍ لمانځنې پيلېږي.
له ۱۹۴۹ کال راهيسې تر زورواکۍ لاندې چين مخ پر وړاندې مزل کړی، او اوس د امريکا پر وړاندې سيالۍ کې د نړۍ دوهم تر ټولو ځواکمن اقتصاد شوی دی. نو دا ټول پرمختګ یې څنګه وشو، دلته یې ځغلنده کیسه ده.