تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین کې تر دې وروسته هر جوړه درې بچي زېږولی شي
چین وايي، له دې وروسته د دغه هېواد هره جوړه درې بچي زېږولی شي او په دې ډول له لسیزو وروسته له هرې جوړې د دوو بچیانو لرلو محدودیت لرې کېږي.
د چین دولتي رسنۍ شین هوا وايي، په قانون کې دا بدلون د چین ولسمشر شي جن پینګ په مشرۍ د چین کمونېست ګوند مرکزي سیاسي دفتر غونډه کې راغی.
دا بدلون چین کې د سرشمېرنې د پایلو تر ارزونې وروسته دی، چې میاشت مخکې خپرې شوې.
د چین د سرشمېرنې پایلې ښيي چې د تېرو څو لسیزو پرتله د دغه هېواد نفوس د ودې خورا ټیټه کچه لري.
د سرشمېرنې د پایلو اعلان پسې د چین مرکزي حکومت له فشار سره مخ شو چې د بچیانو راوړلو لپاره جوړې وهڅوي او د وګړو د کمښت د مخنیوي ګامونه پورته کړي.
د چین د لس کلنې سرشمېرنې له مخې، تېر کال دغه هېواد کې ۱۲ میلیونه ماشومان زېږېدلي چې تر ۲۰۱۹ کال ۱۸ سلنه کم دي.
دا له ۱۹۵۲ کال راهیسې چین کې د وګړو د ودې تر ټولو ټیټه کچه ده.
تر ۲۰۱۶ کال وروسته چې د چین وګړو وده پکې پورته روانه وه دا څلورم پرلپسې کال دی چې په دغه هېواد کې د وګړو وده کمېږي.
چین پر ۲۰۱۶ کال تر ۳۰ کلونو وروسته د یوه بچي زېږولو سیاست ختم کړ.
د سرشمېرنې تر پایلو وروسته ډېره تمه وه چې بېجینګ د بچي زېږولو اړوند قوانینو کې بدلون راولي.
چین له ۱۹۷۹ کال راهیسې د یو بچي لرلو سیاست پیل کړی و، خو د وګړو د ودې سستېدو سره یې پر ۲۰۱۶ کال دا قانون د دوو بچیانو لرلو ته بدل کړ.
کومو کسانو چې دا قانون نه مانه جرمانه یا هم له کار شړل کېدل او ځینې وخت د جین اچولو یا سقطولو ته اړ اېستل کېدل.
د خلکو غبرګون
د چین دولتي رسنۍ شین هوا د چارواکو له خولې وايي، د دریو ماشومانو لرلو او دې برخه کې اړوند ملاتړ به د دغه هېواد د وګړو جوړښت پیاوړی او د نفوس بوډاتوب ځوابولو کې مرسته وکړي او هېوادنۍ انساني سرچینې به خوندي کړي.
خو خواله رسنیو کې چینايي خلک داسې ښکاري چې دې نوي قانون ته لږ هیجاني دي.
د ویبو په نوم د خواله رسنۍ یوه کارن لیکلي: موږ درې ماشومان هم لرلی شو، خو ستونزه دا ده چې ان یو هم نه غواړم.
دغه کس بیا وايي، اوس ډېری چینايي ځوانانو ته ځان ساتل هم سخت شوي دي.