تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین: د ماشومانو زېږېدو شمېر ۷۰ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی
په چین کې د ماشومانو زېږېدو کچه تېرو ۷۰ کلونو کې د چین خلکو جمهوریت له تاسیس وروسته تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې چین حکومت د یوه ماشوم درلودلو په هغه پخوانۍ پالیسي کې نرمښت هم کړی، چې نیوکې پرې کېدې.
د چین ثبت احوال ملي اداره وايي، په ۲۰۱۹ کال کې ۱۰۰۰ کسانو کې د زېږد کچه ۱۰ اعشاریه ۴۸ وه، چې له ۱۹۴۹ کال راوروسته تر ټولو ټیټه کچه بلل کېږي.
تېر کال په دغه هېواد کې د نویو زېږېدلیو ماشومانو شمېر ۱۴ اعشاریه ۶۵ میلیونه و، چې پنځه لکه اتیا زره کموالی ښيي.
له تېرو څو کلونو راهیسې په چین کې د نویو زېږېدلیو ماشومانو شمېر په لږېدو دی، چې د نړۍ دویم قوي اقتصاد لرونکي دغه هېواد لپاره یوه ننګونه بلل کېږي.
سره له دې چې ماشومان لږ زېږي، په دغه هېواد کې د مړینې کچه هم لږ وه، چې معانا یې د چین نفوس یو اعشاریه څلور میلیارده کسانو ته رسېدل دي.
خو په چین کې د لږ ماشومانو زېږېدنه د 'نفوسي ټایم بم ' په توګه ځکه وېره ډېره کړې چې فکر کېږي، د پاخه عمر ډېرو خلکو د پالنې بار به د لږ ځوان نفوس پر اوږو شي.
په چین کې د ماشومانو زېږېدو کچه د امریکا متحدو ایالتونو پرتله ټيته ده، چې ۲۰۱۷ کال کې د ۱۰۰۰ کسانو لپاره ۱۲ وو (دا وروستۍ شمېرې دی چې لاسرسی ورته شته) او د جاپان پرتله بیا ډېره ده، چې د همدومره کسانو لپاره ایله ۸ ده.
د نړیوال بانک شمېرې ښيي چې د نړۍ په کچه د ماشومانو زېږېدو کچه ۲۰۱۷ کال کې ۱۸ اعشاریه ۶۵ وه.
چین حکومت په ۱۹۷۹ کال کې له ځینې استثنااتو سره د (یوه - ماشوم) درلودلو پالیسي اعلان کړه.
هغه کورنۍ چې له دغې پالیسي یې سر غړونه کوله، جریمه کېدې، له دندې شړل کېدل او ځینو قضیو کې ان په زور حمل ضایع کېده.
خو پر دې پالیسۍ له دې کبله نیوکې کېدې، چې د نارینه او ښځینه نفوس د شمېر تر منځ یې انډول ګډوډ کړی دی او د ۲۰۱۹ کال شمېرې ښيي، چې اوس هم دغه هېواد کې د نارینه وو شمېر د ښځو پرتله ۳۰ میلیونه زیات دی.
په ۲۰۱۵ کال کې حکومت د یوه ماشوم درلودلو دغه تګلاره ختمه کړه او کورنیو ته یې اجازه ورکړه، چې دوه ماشومان ولري، په لومړیو دوو کلونو کې د پالیسۍ له لغو کېدو وروسته یو څه زیاتوالی هم ولیدل شو، خو دې سره هم د لږ ماشومانو زېږېدو ستونزه هواره نه شوه.
ماهرین وايي، دغه اصلاحات ځکه بریالي نه شول، چې د پالیسي له لغو کېدو سره د ماشومانو پالنې لپاره د مالي مرستې یا د مېندوارۍ رخصتۍ ورکول د اصلاحاتو برخه نه وو.
دوی وايي، ډېری چینایان له یوه د ډېرو ماشومانو پالنې توان نه لري.