د امریکا او چین سوداګریزه جګړه: اسیایي بازارونه را ولوېدل

د اسیا د ونډو بازارونه وروسته له هغې راولوېدل چې د امریکا او د چین په سوداګریزه جګړه کې وروستیو بدلونونو پانګه وال لا وځپل.

د جمعې په ورځ، د چینایي وارداتو په اړه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر چین تعرفه پنځه سلنه لوړه کړه او له امریکايي کارخونو یې غوښتي چې له چینه ووځي.

دا له هغې وروسته راپورته شوه کله چې بیجینګ وویل چې دوی به چین ته د متحده ایالاتو پر وارداتو تعرفې ډېرې کړي.

د چین د هانکانګ د هنګ سنګ د ونډو ارزښت درې عشاریه دوه سلنه راولوېد، په داسې حال کې چې د شانګهای د ونډو کچه یو عشاریه درې سلنې ته راټیټ شو.

په دې سره د جاپان 'نیکې ۲۲۵' د ونډو عمده بازار هم دوه عشاریه درې سلنه راټیټ شو.

په اکسفورډ پوهنتونو کې د اسیا د اقتصاد رئیس، لویس کویجز وویل: "د امریکا او چین ترمنځ تجارتي جګړه په ناڅاپي ډول وده کړې."

د دغه غبرګوني شخړې زیاتېدا دا ښيې چې اوس یوه سوداګریزه هوکړه او د دغې شخړې هواری څومره ګران شوی دی.

سوداګریزې جګړې څنګه وده کړې؟

د امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ وویل چې له چین څخه د ۲۵۰ میلیارده ډالرو په اندازه پر وارداتو مالیه له ۲۵ سلنې ۳۰ سلنې ته لوړوي، ټاکل شوې چې دا به د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټې عملي شي.

امریکا ویلي چې د روانې میاشتې په پیل کې د ۳۰۰ میلیاردو ډالرو وارداتي توکو پر سر نوي لګیدلي مالیه له لسو نه ۱۵ ته پورته کړي. د دې مالیو لومړۍ برخه به په سېپټمبر میاشت کې عملي شي.

دا اقدام وروسته له هغې ترسره شو چې چین له امریکا سره په واردېدونکو توکو په لګېدلې مالیه د ۷۵ میلیارده ډالرو په اندازه په نورو توکو هم مالیه ولګوله.

موږ څنګه دلته ورسېدو؟

د نړۍ دا دوه لوی اقتصادونه له تېر کال راهیسې په سخته اقتصادي جګړه کې ښکېل دي چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د یو بل پر توکو تعرفې لګول شوي دي.

ښاغلي ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې چین په غیرعادلانه سوداګرۍ او د فکري ملکیت په غلا تورنوي. په چین کې داسې انګېرنې شته چې امریکا یې د راپورته کېدو مخه ونیسي.