امریکا له چین څه غواړي؟

    • Author, ډیویډ ګراسمن
    • دنده, بي بي سي

چین او امریکا کې دا هیله ډېرېږي چې د تېرې میاشتې تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې جګړې پای ته رسولو کې ګټور تمام شي. خو د دواړو ترمنځ د سیالۍ ډګر یوازې سوداګریزه جګړه نه ده، بلکې اقتصادي، دفاعي، کلتوري او ټیکنالوجي برخه کې هم سره ښکر په ښکر دي.

خو پوښتنه دا ده چې امریکا له چین څه غواړي او د واشنګټن په باور به د دې لوبې پای څه وي؟

لنډ ځواب دا چې لومړی پړاو هماغه سوداګریز تړون دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د چین لومړي وزیر مرستیال لیوهه په واشنګټن کې لاسلیک کړ.

خو د دواړو ترمنځ ناندرۍ له دې ژورې دي او واشنګټن کې چې ما له هر چا سره خبرې کړې فکر نه کوي چې دا تړون به څه بدلون راولي.

وروستیو کلونو کې امریکا کې د چین په هکله بد نظر ډېر شو، خو سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ تللو نه مخکې هم دا منفي نظر و.

د امریکا د دفاع وزارت یو پخوانی لوی سلاکار دانیل کلېمن وايي، که پر ۲۰۱۶ کال مو د هېلري کلېنټن یا د یوه بل ډیموکراټ یا جمهوریپال سیاست ته پام کولی، د دې برخې سیاست بدلېدل مو لیدل.

نوموړی چې اوس د نوې امریکا د امنیت مرکز کې د ارام سمندرګي او اسیا د امنیت برخې مشر دی وايي، دا احساس و چې له چین سره زموږ چلن او سیاست سمه پایله نه لري.

د دې ټکر د زیاتېدو لپاره ډېر دلیلونه شته.

ري بوین- چې له ۲۰۰۱ کال یې تر ۲۰۱۸ کال پورې- د امریکا حکومت کې د اقتصادي شنونکي دنده لرله وايي، یو دلیل یې هم پر ۲۰۰۱ کال د سوداګرۍ نړیوال تړون سره د چین یو ځای کېدو سره د اقتصادي کټو د ژمنو نه پرځایښت دی.

د ري بوین په نظر، چین هیڅکله هم نه غوښتل چې د لوبې اصول په پام کې ونیسي: "چین تر ډېره غوښتل د دې دلیل له مخې دې تړون سره یو ځای شي چې څنګه دا اداره د نړیوالې سوداګرۍ اصول برابروي. په بله ژبه چین غوښتل چې دا تړون خپل اصول بدل کړي نه دا چې خپل ځان بدل کړي".

خو د دې لامله د منځنۍ امریکا په ځینې لوېدیځو او شمال ختیځو ایالتونو کې د شوک چین په نوم کارخانې بندې او بېکاره شوې.

د دې ایالتونو خلک چې پر ۲۰۱۶ کال یې تر ډېره ډونلډ ټرمپ ته رایه ور کړې وه زیانمن شول.

د امریکا ډېری تولیدي شرکتونو کارګر ته د ټیټې تنخا د ور کولو لپاره خپل شرکتونه چین ته ولېږدول.

خو ډانیل کلېمن وايي، دې شرکتونو چین ته د تلو لپاره درنه بیه ور کړه: "چین دا شرکتونه اړ کړل چې خپل معنوي ملکیت او ټیکنالوجي یې په واک کې ور کړي".

د هغه په باور: "خو هغه شرکتونه چې خپلې چارې یې چین ته لېږدولې نه وې کله چې پوه شول بېجینګ په یو نه یو ډول د دوی سوداګریز راز باندې پوهېږي، نو امریکا کې قانون پلي کوونکو ادارو د چینايي شرکتونو او وګړود تورنولو لپاره د جاسوسۍ او د کمپیوټرونو هېک کولو یو لوی نومړل جوړ کړ".

د اېف بي ای مدیر کریسټوفر ري وروستیو کې د امریکا کانګرس ته وویل چې دې وروستیو کې د چینايانو په لاس د امریکايي شرکتونو د معنوي ملکیت د غلا کولو په هکله زر دوسیې ارزوي.

د امریکا د حکومت د اټکل له مخې یوازې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۷ کال پورې دا معنوي ملیکت غلا له ۹۳۶ میلیارد پونډو سره برابره ده.

د هریټج بنسټ په نوم د امریکا یوه سانتپالي اندیځ یا فکري مرکز غړی ډین چنګ دا مسله د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو د خرابېدو اصلي لامل بولي.

"کله چې شرکتونه پوه شول چینایان د دوی د پنځونو د مالکیت حق خلافورزي کوي، د جوړو شویو توکو ټوټې سره بېلوي چې ځان پوه کړي او بیا ورته توکي جوړ کړي او د دې شرکتونو د څېړنو او تولید اړوند پروژې غلا کوي، نو ورځ تر بلې دې پایلې ته ورسېدل چې له چین سره یې ګډ کار په ګټه نه دی او ان تاوان کوي".

اقتصادپوه ري بوین- چې د امریکا حکومت ته کار کوي - وايي، د ۲۰۱۵ کال وروستیو کې وضعیت بدلېدو ته پام شو، هغه کسان چې له چین سره یې را کړه ور کړه غوښتله له دې اندېښمن و چې په څومره چټکۍ چین ځان امریکا ته رسوي.

په همدې دلیل د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان کې جنرال رابرټ سپالډینګ د هغې ډلې سرپرست شو چې له چین سره د مقابلې او د دغه هېواد د نفوذ زیاتېدو د مخنیوي لپاره د ملي امنیت نوې ستراتیژي یې جوړوله.

هغه چې اوس پوځ کې نشته "د پټه جګړه، کله چې امریکايي پوهان ویده وو، څنګه چین واک ترلاسه کړ" په نوم کتاب لیکلی دی.

جنرال سپالډینګ د امریکا ګټو ته د چین خطر دویمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني له خطر سخت بولي.

هغه باوري دی چې دا خطر له پخواني شوروي هم سخت دی: "چین د نړۍ د دویم ستر اقتصاد او ټولو لوېدیځو ادارو او حکومتي مرکزونو ته لاسرسي سره له هغه ډېره وړتیا لري چې پخواني شوروي درلوده".

د جنرال سپالډینګ د څېړنو پایلې د ۲۰۱۷ کال ډیسمبر کې د ملي امنیت ستراتیژي په نوم چاپ شوې.

دا کتاب حکومتي ادارو ته مهم لارښود دی او د ټولو ادارو لپاره پلان شوی او نړیوالو او د ستراتیژیکو مطالعو مرکز کې د چین د قدرت پروګرام مشر باني ګلیزر وايي، دا کتاب د امریکا د ملي امنیت ستراتیژۍ کې د پام وړ بدلون ښيي:

"اوس له ترهګرۍ سره له جګړې واټن زیات شوی او د امریکا لپاره لوی ګواښ د ترهګرۍ ځای له مهمو ځواکونو سره سیالۍ ته ور کړل شوی دی".

د امریکا دفاع وزارت اوس دې پایلې ته رسېدلی چې راتلونکو لسیزو کې به له چین سره مقابله د امریکا یو مهم پوځي هدف وي.

د نړیوال قانون خلاف په سوېلي چین سمندرګي کې د ټاپوګانو جوړولو او ور پسې بیا یې په پوځي مرکزونو د بدلولو لپاره چې بېجینګ کومه بیړه کړې په واشنګټن کې یې ډېر اندېښمن کړي دي.

ډین جنګ وايي، دې ته په پام چې هر کال له دې سیمې د ۳،۵ تریلیون ډالرو په ارزښت نړیواله سوداګري تېرېږي نو ویلی شو د چین دا هڅې د نړیوالې سوداګرۍ د شاهرګ د پرې کولو لپاره د قدرت خپلولو په مانا دي.

د باني ګلېزر په باور، د روباټیک او مصنوعي هوش په څېر راتلونکې مهمه ټیکنالوجۍ کې د نړۍ په کچه د مخکښۍ لپاره د چین لوړ خیالونه هم ښکاره دي:

"دا اوس د سیالۍ اصلي برخه ده، ځکه که چین دې برخه کې بریالی شي، نو بیا امکان شته چې د امریکا په ځای د نړۍ تر ټولو ستر ځواک شي".

د هغه په اند، "دا هغه څه دي چې اوس ور باندې خبرې کېږي، د امریکا پوځي برتري د ستر پوځ له امله نه ده بلکې د ډېر پرمختللي وسلوال سیستم له امله ده، که چین دې برخه کې مهمه ټیکنالوجي وړاندې کړي، نو شونې ده چې امریکا د اوږدمهال لپاره شاته پاتې شي او اوسنی دریځ ونه لري".

ډانیل کلېمن باوري دی چې په ناپوځي ټيکنالوجۍ کې هم سیالي مهمه ده: "یوازې د چین د جاسوسۍ او کورني سانسور ټیکنالوجي ډېره پرمختللې نه ده، بلکې په ډېرېدونکي ډول دا ټیکنالوجي صادروي او بهر کې هم د دې ټیکنالوجۍ د عملي تخنیکونو د زدکړې او لګښت برابرولو هڅه کوي".

کلېمن زیاتوي د پرمختللې ټیکنالوجیکې ولکه غوښتنې جګړه داسې موضوع ده چې د چین په هکله خبرو کې به یې اهمیت ډېرېږي.

ځکه ویلی شو که راتلونکو ټاکنو کې ولسمشر ټرمپ بریالی هم نه شي نو دا تمه نشي کېدلی چې د چین په هکله د امریکا اوسنی دریځ نږدې راتلونکي کې بدل شي.

په دې هکله اصلي بحث دا نه دی چې له چین سره مقابله وکړو که نه بلکې خبره دا ده چې د دې کار لپاره غوره لار کومه ده.

ډېری ډیموکراټان هم د ډونلډ ټرمپ د یکړ(یوازې ځان سره) سیاست خلاف دي او دا غوره بولي چې دې مسله کې خپل متحدان هم ښکېل کړي.

دوی په دې باور هم دي چې د چین په هکله د نرم سیاست خپلولو کې به ډېرې رایې ترلاسه نه کړي.