تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ ډېره شتمني د چا په لاس کې ده؟
کرېډېسټ سوېس بانک وروستي رپوټ کې د نړۍ د میلیونرانو شمېر او د شتمنۍ وېش ارزولی دی.
دې بانک پورې تړلې څېړنیزه موسسه خپل کلنی رپوټ له نږدې لسو کلونو راهیسې خپروي، چې نړۍ کې د مختلفو هېوادونو د شتمنۍ د وېش او ودې ارزوونکې مرجع ده.
سږني رپوټ کې وايي، چې امریکا د ۱۸ میلیون میلیونرانو لرلو سره بیا هم د میلیونرانو له پلوه نړۍ کې لومړی ځای لري.
د نړۍ نږدې ۴۰ سلنه میلیونران او څلوېښت سلنه هغه کسان چې د نړۍ تر ۹۹ سلنه خلکو ډېر شتمن دي په امریکا کې اوسېږي.
د دې رپوټ له مخې، وروستیو کلونو کې په چین کې شتمني او د شتمنو شمېر ډېر شوی دی؛ پر ۲۰۱۰ کال د چینايي میلیونرانو شمېر ۳۸ زره و، خو اوس نږدې څلور نیم میلیون کسانو ته رسېدلی دی.
چین سږ کال د هغو کسانو له پلوه چې له تېر کال راهیسې میلیونران شوي له امریکا مخکې شوی دی.
د هغو چینایانو شمېر چې د نړۍ لس سلنه تر ټولو شتمنو کسانو کې راځي اوس نږدې سل میلیون کسانو ته رسېږي؛ خو امریکا کې دا شمېر ۹۹ میلیون کسان دي.
د امازون شرکت بنسټګر او مشر جېف بزوس لا هم د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی؛ فوربز مجله یې شتمني نږدې ۱۱۰ میلیارد ډالره بولي.
د مایکروسافټ کمپنۍ بنسټګر او مشر بېل ګېټس هم د ۱۰۳ میلیارد ډالرو لرلو سره د شتمني له پلوه دویمه درجه دی.
د سوېس کرېډېټ رپوټ کې راغلي د هغو کسانو شمېر تر تېر کال نږدې یو میلیون او یو لک ډېر دی چې سږ کال د میلیونرانو ډلې ته ور زیات شوي.
دا مهال نړۍ کې ۴۶ میلونه او اته لکه کسان له یو میلیون ډالرو ډېره شتمني لري.
که څه هم سږ کال امریکا، چین او جاپان کې د میلیونرانو شمېر ډېر شوی، خو اسټرالیا له تېر کال راهیسې خپل ۱۲۴ زره میلیونران له لاسه ور کړي دي.
برتانیا هم سږ کال ۲۷ زره میلیونران له لاسه ور کړي چې لامل یې د پونډ د ارزښت کمېدل او د برګزېټ په دلیل اقتصادي دوه زړه توب ښودل شوی دی.
دې رپوټ کې د پام وړ ټکی نړۍ کې د طبقاتي درز زیاتېدل دي؛ په داسې ډول چې د نړۍ لس سلنه تر ټولو شتمن کسان د نړۍ ۸۲ سلنه او یو سلنه ډېر شتمن کسان د نړۍ د ټولې شتمنۍ ۴۵ سلنه برخه په خپل واک کې لري.
پر دې سربېره د نړۍ نږدې ۵۶ زره کسان لږ تر لږه له سل میلیونو ډالرو ډېره شتمني لري او نږدې پنځه زره کسان هم له پنځه سوه میلیون ډالرو ډېره شتمني لري.
کرېډېټ سوېس زیاتوي نړۍ کې ټوله شتمني له تېر کال تر سږ کال ۹۱۰۰ میلیاد ډالره زیاته شوې ده او اوس ټوله ۳۶۰ زره او شږ سوه میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.