تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په تاریخ کې تر ټولو شتمن سړی څوک و؟
کله چې دا پوښتنه پیدا کېږي په نړۍ کې لومړنی "ټرېلیونر" څوک و؟ ذهن ته وخت ډېری ځواب له معلوماتي ټکنالوجۍ سره د یوه تړلي کس نامه ته ځي، ښايي اپل، امازون او یا ګوګل.
په تاریخ کې د شتمنو کسانو لقب بې ګېټس، وارین بفېټ، جېف بیزوس، سټیو جوبز، کارلوس سلېم او یا نورو د زمانې شتمنو ته نه ورکول کېږي.
د Celebrity Net Worth وېبپاڼې او تاریخي او اقتصادي معلوماتو پربنسټ، په څوارلسمه پېړۍ کې لوېدیځه افریقا کې د مالي امپراتور او مسلمان پاچا مانسا موسی په ټولو پېړیو کې تر ټولو ډېر شتمن سړی ګڼل شوی.
په منځنیو او لرغونو پېړیو کې نورو واکمنانو هم ډېرې شتمنۍ لرلې، خو د شتمنیو اندازه معلومول یې ګران کار دی.
سټانفورډ پوهنتون کې د تاریخ څېړونکي ایان موریس د رومي امپراتور اګسټس قیصر شتمني شاوخوا ۴٫۶ ټرېلیونه امریکايي ډالر اټکل کړې، خو موریس مني چې دا اټکل د شک وړ هم دی.
خو مانسا موسی دومره سره زر لرل چې له امله یې د تاریخ تر ټولو شتمن سړی پېژندل شوی.
په Celebrity Net Worth کې له مانسا موسی وروسته په تاریخ کې دویم شتمن کس روچیلډ او کورنۍ یې ګڼل شوې او درېیم کتار کې بیا امریکایی جان روکفلر دی.
مانسا موسی څوک و؟
مانسا موسی په ۱۲۸۰ اوسني مالي کې زیږېدلی، اصلی نوم یې موسی کیتا و، په ۱۳۱۲ کال یې د "مالینکي" مملکت واګې ترلاسه کړې او بیا مانسا موسی شو، یعنې پاچا موسی. تر ده مخکې پاچا دویم ابو بکر و، چې واکمني یې مالي کې د نیجر سیند په اوږدو کې لوېدیځې افریقا ته غځېدلې وه.
مانسا موسی پاچا د موریتانیا، سنیګال، ګمبیا، ګیني، بورکینا فاسو، مالي، نیجر، چاډ او نایجریا ځمکې لاندې کړې وې.
د مانسا موسی د پاچاهۍ قلمرو کې ډېرې طبعي زېرمې وې، په تېره بیا د سرو زرو ډېر کانونه یې لرل چې هغه مهال په ګرده نړۍ کې د ارزښتناکو معادنو تر تولو لوی تولیدوونکی ګڼل کېده، سربېره پر دې یې د مالګې سوداګري هم منحصره کړې وه.
په ۱۳۲۴ موسی د حج په موخه حجار ته سفر وکړ، خو یوازې نه و.
په دې ۴ زره میله اوږده سفر کې له هغه سره اوښان، اسان او لسګونه زره پوځيان او غلامان هم مل وو، چې ټول اوښان او اسان په سرو زرو او ورېښمو بار وو.
تاریخپوهان وايي، کله چې په مصر تېرېده، دومره ډېرې د سرو زرو ډالۍ یې ووېشلې چې د سرو ارزښت بیخي راولوېد او بیا په مصر کې تر ۱۲ کلونو پورې اقتصادي وضعیت ایله خپل پخواني حالت ته ستون شو.
په اوسني مالي کې ټمبکټو ښار موسی ته ډېر اهمیت درلود؛ ځکه هلته ده خپله شتمني پر مدرسو، پوهنتونونو، کتابتونونو او جوماتونو جوړولو ولګوله، په تېره بیا د 'جینجریبر' مشهور جومات چې لاهم شته. هغه په دې پروژو کې له ګڼو مصري او اسپانیايي انجنیرانو ګټه واخیسته.
په ۱۳۳۷ کال له ۲۵ کلنې واکمنۍ وروسته مانسا موسی ومړ او زوی یې لومړی ماګان، چې د واکمنۍ پرمهال یې دولت کمزوری شوی و، د چارو واګې واخیستې، ځکه هغه وخت کورنۍ جګړې ډېرې شوې وې چې ۶۰ کاله وروسته یې واکمني بیخي ختمه شوه.
د ویلو ده چې د ابن خلدون، ابن بطوطه او العمري په څېر ګڼو تاریخپوهانو او د سفر مشهورو تاریخ لیکونکو پخپلو کتابونو کې د مانسا موسی نوم راوړی.