تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مشهور میلیاردر د ناقانونه ښکار د جرم په تور نیول شوی
د تایلنډ پولیسو د دغه هېواد د یوه لوی ودانیز شرکت مشر او میلیاردر پریمچای کارناسوتا د ناقانونه ښکار د جرم په تور نیولی دی.
پولیسو د تورن انځورونه خپاره کړي چې دغه مشهور میلیاردر په کې د ښکاري ټوپک او د یوه تور پړانګ پوستکي مخې ته لیدل کېږي.
پولیسو درې نور کسان هم له ښکاري ټوپکو او ۱۴۳ مرمیو سره د سونګایای ملي پارک په سیمه کې نیولي، چې هلته ښکار پکې بند دی.
په تایلنډ کې د وحشي ژوو ملاتړو ډلو د پولیسو دا ګام ستایلی دی.
۶۳ کلن کارناسوتا د یوه لوی تایلنډي - ایټالیايي ودانیز شرکت مشر دی.
دغه شرکت د بنکاک سوارنابومي هوايي ډګر او د پلازمېنې هوايي اورګاډي لویو پروژو جوړولو کې ونډه لرله.
دغه مشهور میلیاردر او درې نور تورن کسان - چې غالباً یو د تایلنډ، بل د ایټالیا دی- د سې شنبې په ورځ خوشي شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د رپوټ پربنسټ، د تایلنډ ځنګل ساتنې بنسټ ویلي، دغه میلیاردر باید د ناقانونه ښکار ځواب ووايي.