د هند شتمن ولې خیرات نه ورکوي؟

هندي شتمن عظیم پریمجي په دې وروستیو کې د هند تر ټولو ډېر بشردوست پېژندل شوی چې په نړۍ کې یې هم د ډېر خیرات ورکوونکو په ډله کې نوم راغلی دی. د نوموړي دې کار په هند کې شتمنو ته د خلکو پام ورواړاوه چې خیراتونه نه ورکوي.

د ښاغلي پریمجي ورستۍ ۷،۵ میلیارده ډالرو خیراتولو ژمنې د هغه د صدقې کچه تر ۱،۵ ټریلیونه هندي روپۍ (۲۱ میلیارده ډالره) ته رسېدلې.

له دې سره هغه د نړۍ تر ټولو ډېر صدقه ورکوونکو بېل ګېټ، مېلندا ګېټ، وارېن بفېټ په کتار کې راغلی دی.

هغه څه چې دی ځانګړی کوي دا ده چې نوموړی د نورو یادو شویو شتنمو په اندازه پیسې نه لري او د نړۍ د پنځه تر ټولو مالداره کسانو کې هم نه راځي.

د بلومبرګ د میلیاردرانو نوملړ کې ښاغلی پریمجي ۵۱ ځای لري.

خو د نوموړي دې کار خلک حیران کړي نه دي، ځکه د یوه خیریه بنسټ مشر ډېوال ډېوال سانګاوي وايي: "دا هغه ته غیر معمول کار نه دی، ځکه هغه په هند کې تر ټولو ډېر مرسته کوونکی شخص دی."

نوموړی چې د سافټویر (نرم وځلي) لوی تجار دی له اږدمهال راهیسې خلکو سره مرسته کوي.

نوموړی لومړی هندي میلیاردر دی چې په ۲۰۱۳ کال کې یې د مایکروسافټ بنسټګر بېل ګېټس او د بل امریکايي میلیاردر وارېن بافېټ په ابتکار جوړه شوې هوکړه لاسلیک او ومنله.

ښاغلي ګېټس او بافېټ په ۲۰۱۰ کال کې د خیرات یو کمپاین پیل کړ، چې له مخې یې شتمن خیریه چارو لږترلږه ته خپله نیمايي شتمنۍ خیرات ورکوي.

ښاغلی پریمجي ۲۱ کلن و چې د سټانفورډ پوهنتون نه بهر شو او د خپل پلار لخوا جوړې شوې کمپنۍ وېپرو (Wipro) کې یې کار پیل کړ. د هغه په مشرۍ د سبزي د غوړو دغې کمپنۍ په هند کې پراخ پرمختګ وکړ تر دې چې هغه د معلوماتي ټکنالوژي یو بریالۍ کمپنۍ هم جوړه کړه.

هغه ډېر کم په رسنیو او نورو غونډو کې څرګندیږي.

د هغه د ژوند بڼې د ډېرو پام ور اړولی.

لا هم هغه د الوتکې په عادي څوکیو کې سفر کوي، په ښار کې ریکشا کې ګرځي او نورو ځانګړي کارونه کوي.

د هغه د خیرات ژمنه د ډېرو خبري او خواله رسنیو د خبرونو سرټکي جوړل او تاوده بحثونه جوړ کړي وو.

دا ژمنه چې په یوه اعلامیه کې د عظیم پریمجي خیریه بنسټ خپره کړه، د رسنیو په خبره هغه پوښتلي و چې دا 'شور ما شور د څه لپاره دی'.

د خیر ښېګڼې په کارونو کې ښاغلی پریمجي یوازې نه دی. ددې هېواد نور میلیاردران نندان او روهیني نېليکاني هم د خپلې ۵۰ سلنه پانګې خیرات کولو ژمنه کړې. مازومدار شاو هم د خپلې ۷۵ سلنه پانکې د خیرات کولو ژمنه کړې وه.

همدارز ګڼ نور شتمن هم شته چې د روغتون، ښوونځي، هنر، ساینسي څېړنو او نورو برخو په وده کې ونډه اخلي.

د هند خیریه بنسټونه وايي چې به دې هېواد کې خیرات ورکونه مخ په ودې ده، خو دومره هم نه ده. ددې بنسټونو په خبره دې هېواد کې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو منځ کې هلته دې چارې یوازې ۱۵ سلنه وده کړې.

د امریکا د خیر ښېګڼې کچې ته په کتو اټکل کیږي چې هند کې باید کلنۍ له پنځو تر اته میلیارده ډالرو لا ډېرې پیسې خیرات کړل شي او تر ۲۰۲۲ کال باید دا دوه چنده شي.