پاکستان کې د سېلابونو له امله د مړينې شمېر ۱۲۹۰ تنو ته ورسېد

د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۶ نور کسان مړه شوي، چې له دې سره د ټولو مړو شمېر ۱۲۹۰ تنو ته ورسېد.

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي تېرو څلورويشتو ساعتونو کې په سند کې ۲۲، خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې دوه دوه تنه مړه شوي دي.

د سېلاب له وجې تر دې دمه تر ټولو زياته مرګ ژوبله سند ايالت کې شوې ده. په دې ايالت کې تر دې دمه ټولټال ۴۹۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ورپسې خيبر پښتونخوا ده چې ۲۶۸ کسان په کې مړه شوي دي. په بلوچستان کې د مړو شمېر ۲۵۹، پنجاب کې ۱۸۸، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې ۴۲ او ګلګت بلتستان کې ۲۲ تنه ښودل شوی دی.

په پاکستان کې د سند صوبې د دادو سیمې له غرونو څخه زیات سیلابونه د استوګنې سیمو ته راوتلي او په دغه سیمه کې یې لږ تر لږه ۲۵۰ زره کسان له خطر سره مخامخ کړي دي.

دا مهال د دې سیمې اتیا سلنه برخه اوبو لاندې کړې او په تېره یوه شپه ورځ کې ګڼ خلک ډوب شوي چې زیاتره یې ماشومان دي.

د پاکستان پوځ هڅه کوي چې د سند ایالت د ټیټو کلیو اوسېدونکي لوړو ځمکو ته ولېږدوي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې د دغه ناورین له امله نږدې ۳۳ میلیونه خلک اغېزمن شوي او د پاکستان نژدې نیم کرنیز محصولات له منځه تللي دي.

په دغه هېواد کې د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې مشر اختر نواز وايي: "د موسمي بدلونونو له امله په هېواد کې په منځنۍ کچه ۱۹۰ سلنه زیات بارانونه شوي دي چې له کبله یې پراخه تباهۍ رامنځ ته شوې ده."

نوموړي زیاته کړه، سږ تمه دا وه چې له ۲۰ سلنو څخه تر ۲۵ سلنو زیات بارانونه وشي خو ۱۹۰ سلنه زیات بارانونه وشول.

د ښاغلي نواز په خبره بلوچستان او سند كې تر ۴۰۰ سلنو زيات باران شوی دی.

د بلوچستان په ختيزو برخو، د خيبرپښتونخوا په جنوبي سيمو، جنوبي پنجاب او سند کې له تمې لرې زیات بارانونه شوي دي.

په پاکستان کې له سختو سېلابونو وروسته اوس د خوړو کموالي په اړه اندېښنه را پورته شوې ده.

د اقلیم وزیر یې ویلي، سېلابونو د دغه هېواد ۴۵ سلنه فصلونه ویجاړ کړي دي.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د خيبر پښتونخوا سېلاب ځپلو لپاره د لسو ميلياردو پاکستانۍ روپيو مرستې اعلان کړی دی.

د خيبر پښتونخوا مشر وزير محمود خان هم ورته اعلان کړی دی.

د بېلابېلو ادارو چارواکي د سېلاب له امله د اوښتي مالي او ځاني تاوانونو د شمېر په ټولولو بوخت دي. سېلاب د پښتونخوا سوات، نوښار او چارسده ولسوالۍ ډېرې ځپلې دي.