پاکستان کې سېلابونه

پاکستان کې د اټکل له مخې ویل کېږي چې د سېلابونو له کبله نهه سوه میلیارده روپۍ اقتصادي زیان اوښتی.

خیبر پښتونخوا کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې یوه چارواکي په وینا چارسدې سیمې ته نژدې د سېلابونو کنټرول یوه ورخ یا هیډورکس ته سخت زیان اوښتی، چې له کبله یې په چارسده، نوښار او شاوخوا سیمو کې د سېلابونو سخت خطر رامنځته شوی. د ایران او کوټې ترمنځ لویه لار جدید اباد ښار کې د یوه پله د زیانمنېدو له کبله یوځل بیا بنده شوې او د ځینو ښارونو اړیکې سره پرې شوي.