د پاکستان سېلابونو او اقلیمي بدلون تر منځ څه تړاو شته؟

د اقلیمي بدلون ماهرین وايي، پاکستان کې راغلي وروستي سېلابونه د ټولې نړۍ خبرداري لپاره کافي دي.

یوه ساینسپوه بي بي سي ته وویل، داسې بې ساري سېلابونه یوازې د بې وزله هېوادونو لپاره نه، بلکې د هر یوه هېواد لپاره ویجاړوونکي کېدای شي.

پر انسانانو د دې سېلابونو ناوړه اغېز خورا جووت دی، یوازې د جمعې پر ورځ په سېلابي اوبو کې ایسار ۲۰۰۰ کسان ژغورل شوي او ځايي چارواکي خبرداری ورکوي چې د سېلابونو له کبله نژدې نیمايي کروندې ویجاړې شوې، چې له کبله یې د خوراک کمي ستونزه رامنځته کېدای شي.

په پاکستان کې د بې عدالتۍ احساس زور اخلي. د هغو شین کوریزو ګازونو په تولید کې چې د ځمکې تودوخې لامل کېږي، د پاکستان ونډه له یو سلنې هم کمه ده، خو د دې هېواد جغرافیه د دې کمزوري ده.

د پاکستان فدارلي وزیرې شیري رحمان روانه اونۍ وویل، د هېواد نژدې درې برخې اوبو لاندې کړې دي، چې په وینا یې په تېر کې داسې هېڅ ساری نه دی لیدل شوی.

پاکستان د نړۍ په داسې برخه کې موقعیت لري، چې د دوو موسمي نظامونو اغېزې زغمي. له دې نه د یوه نظام اغېز د سختې ګرمۍ او وچکالۍ په بڼه راڅرګندېږي، لکه د سږکال مارچ کې چې ولیدل شو او دویم هغه بیا د پشکال یا مون سون بارانونه راوړي.

ډېری پاکستانیان د اباسین پر غاړو مېشت دي، چې په پشکال کې ترغاړو ډک شي او کله خو داسې هم کېږي، چې سېلابي څپې یې له غاړو واوړي. د سخت پشکال او اقلیمي بدلون تر منځ د تړاو ساینس اسان او ساده دی.

د ځمکې تودوخې له کبله د سمندرونو او هوا د تودوخې درجه پورته کېږي، چې له کبله یې بخارات زیاتېږي. توده هوا زیات لندبل جذبوي، چې له کبله یې د پشکال بارانونه لا ګڼ شي.

د اقلیمي اغېز څېړنې پوټسټډیم انسټیټیوټ انجا کیټزنبرګر په وینا سایسنپوهان د اقلیمي بدلون له کبله په هند کې د سختو بارانونو وړاندوینه کوي، خو پاکستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې یوه لویه کمزوري لري او دا د پاکستان په شمال کې ستر ګلیشيئرز یا له کنګل شویو واورو ډک غرونه دي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام چارواکي وايي، په ټوله نړۍ کې د تودوخې درجې له زیاتېدو سره په غرونو کې پرته واوره ویلي کېږي.

د پاکستان په ګلګت، بلتستان او خیبر پښتونخوا کې هم دغه ګلیشیئرز په چټکۍ سره ویلي کېږي، چې له کبله یې نژې ۳۰۰۰ جهیلونه رامنځته شوي دي. په دې کې د ۳۳ جهیلونو یا لویو طبیعي ډنډونو په هکله ویل کېږي چې خطر شته، ناڅاپه مات شي، چې له کبله به یې لکونه مکعب متره اوبه او خټې وبهیږي، چې د اووه میلیونه خلکو لپاره د خطر لامل کېدای شي.

پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو په مرسته د سېلابونو له راختلو مخکې د خبرداري نظام فعالوي او دغه راز د سېلابونو مخنیوي لپاره د خوندیتوب اقدامات کوي.

په تېر کې لیدل شوي چې په بیوزله هېوادونو کې د سېلابونو مخنیوي کمزوري نظام او غیر معیاري ودانیو له کبله د سېلاب په صورت کې درانه زیانونه اوښتي دي.

سایسنپوه فهد سعید بي بي سي ته وویل، د سږني دوبي سېلابونو مخنیوي توان شتمن هېوادونه هم نه لري. ډاکتر سعید زیاتوي: ''دا بارانونه او سېلابونه دومره زورور دي چې هېڅ ډول بندونه او ورخونه یې پر وړاندې نه شي درېدای. ''

دی په ۲۰۲۱ کال د جرمني او بلجیم د سېلابونو یادونه کوي.

پاکستان کې د تېرو ۳۰ کلونو پرتله له تېر جون میاشتې تر اګست پورې ۱۹۰ سلنه ډېر باران شوی، چې ټولټال ۳۹۰ اعشاریه اووه ملي میتره کېږي.

نوموړی وايي، د پاکستان هوا پېژندندې ادارو خپل مسوولیت په 'معقول ' انداز تر سره کړی، خلکو ته یې له مخکې د سېلابونو خبرداری ورکړی، خو په وینا یې په دې نظام کې لا ښه فعالیت ته اړتیا لیدل کېږي.

ډاکتر سعید وايي، هغه خلک چې د کاربن ډای اکسایډ په استخراج کې یې ونډه تر ټولو لږ ده، تر ټولو زیاتې ناوړه اغېزې زغمي. د نوموړي په وینا هغه خلک چې ډېر اغېزمن شوي، د خاورو په کورونو کې اوسي او اقلیمي بدلون کې یې ونډه تر ټولو لږ ده.

سېلابونو د پاکستان په سند او بلوچستان کې داسې سیمې هم ځپلې چې معمولاً پکې باران یا نه کېږي او یا خورا کم باران لري.

ډاکتر سعید وايي، دغه سېلابونه د هغو حکومتونو لپاره د خطر زنګ دی، چې د اقلیمي بدلون مخنیوي لړ کې یې د ملګرو ملتونو په غونډو کې ژمنې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه: ''دا هر څه داسې حال کېږي چې وار له مخه د ځمکې تودوخې درجه یو اعشاریه دوې درجې لوړه شوې ده... له دې نور زیاتوالی به د پاکستانیانو لپاره د اعدام سزا مانا ولري. ''