پاکستان کې سېلابونه؛ سلګونه کسان يې وژلي

پاکستان کې د پشکال یا مونسون بارانونو لړۍ دغه هېواد کې د سېلابونو ځپونکې څپه پیل کړې چې په دریو ایالتونو کې یې لسګونه زره کسان اغېزمن کړي.

بلوچستان تر ټولو ډېر ځپل شوی ایالت دی. دغلته یوازې په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه ۱۳۶ کسان وژل شوي او زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د بلوچستان تر څنګ د سند ایالت کراچۍ ښار او د خیبر پښتونخوا ځینې سیمې هم سېلابونو ځپلي. د پاکستان حکومت وايي سېلاب ځپلو سره یې د مرستو لړۍ پيل کړې.