کابل کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنې ۳ کسان ټپیان کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د کابل په لوېدیځ کې نن جمعه د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې. پېښه د کابل د پنځمې حوزې اړوند د ایوب صابر په نامه جومات کې شوې ده.
کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ بي بي سي پښتو پاڼې ته د چاودنې پخلی کړی او وايي لومړني مالومات ښيي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.
ښاغلی ځدراڼ وايي، په جومات کې له وړاندې چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې. خو دا تېره میاشت د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې ورته ګڼې چاودنې شوې چې ډېره مرګژوبله یې اړولې ده.
ګڼو وروستیو بریدونو کې د افغانستان شیعه لږکي وګړي او د دوی ښوونځي او عبادتځایونه په نښه شوي، خو په کندوز او مزار کې د سنیانو په جوماتونو هم بریدونه شوي دي.
د داعش خراسان ډلې پر شیعه وګړو د ځینو وروستیو بریدونو پړه منلې ده، خو طالبان ټینګار کوي چې دا ډله په افغانستان کې ځپل شوې او کوم جدي ګواښ نه پېښوي.






