داعش له تخار ولايته پر تاجکستان د توغنديز بريد ويډيو خپره کړې

داعش

د عکس سرچینه، Getty Images

"اسلامي دولت" نومې ډلې داعش د افغانستان له تخار ولایته پر تاجکستان د توغندیز برید ویډیو خپره کړې ده.

څو ورځې وړاندې داعش په خپل يوه بيان کې ادعا کړې وه چې له افغانستانه يې د تاجکستان پر پوځي هدفونو توغندي توغولي دي.

خو د تاجکستان د ملي امنيت د رسنيو مرکز ويلي و، د طالبانو او داعش تر منځ د نښتو په ترڅ کې په "تصادفي" ډول توغندي د دوی پر خاوره لګېدلي دي.

داعش په داسې حال کې اوس يوه ويډيو خپره کړې چې ادعا کوي څو ورځې وړاندې يې په تاجکستان کې پر پوځي اهدافو د دغې ډلې د بريد مستند فلم دی. دا ويډيو چې د اعماق په نامه پر وېیپاڼه خپره شوې، له ناڅرګندو سيمو څخه توغول شوي راکټونه په کې ښکاري.

ځينو رسنيو ويلي، دا اووه راکټونه وو چې د تخار له خواجه غار ولسوالۍ توغول شوي دي.

تاجکستاني رسنيو تر دې مخکې د امنيتي چارواکو په حواله ويلي وو، څلور توغندي د دوی پر خاوره لګېدلي دي.

همدا ډول د تاجکستان د ملي امنيت چاوراکي وايي، د دغه هېواد سرحدي ځواکونه د تيارسئ په حالت کې دي او پر پوله وضعيت تر کنټرول لاندې دی.

یاده دې وي چې تېره مياشت هم داعش ډلې ادعا کړې وه چې پر ازبکستان یې توغندیز برید کړی، او په دې اړه یې یوه ویډیو هم خپره کړې وه، خو ازبک چارواکو رد کړې وه.

د منځنۍ اسيا دريو هېوادونو کې تاجکستان له افغانستان سره تر ټولو اوږده پوله لري چې نژدې ۱۴۰۰ کیلومتره ده.

روسيې او د منځنۍ اسيا هېوادونو تل په افغانستان کې د داعش په ګډون د اسلامي سخت دريځو ډلو د نفوذ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره تاجکستان او ازبکستان د همدغو اندېښنو له امله د سرحدي ځواکونو د پياوړي کولو ترڅنګ له افغانستان سره په خپله پوله څو ګډ پوځي تمرينونه هم کړي دي.

گوترش

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونيو ګوتېرېش

په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېریش په اسپانیا کې د ترهګرۍ ضد غونډې ته وويل، په افريقا کې د داعش او القاعده دوامداره پراختيا او په افغانستان کې د ترهګرۍ بيا راپورته کېدلو د نړۍ سولې او امنيت ته ګواښ پېښ کړی دی.

طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې يې داعش تقريبا له منځه وړی دی خو په وروسيتو اوونیو کې داعش په افغانستان کې د شيعه ګانو پر جوماتونو د څو خونړيو بريدونو مسووليت منلی دی.

همدارنګه شاوخوا درې اوونۍ وړاندې په منځني ختيځ کې د امريکا د مرکزي قومندانۍ جنرال مکينزې ويلي وو، د امریکا د اټکل له مخې په افغانستان کې د داعش شاوخوا دوه زره جنګيالي موجود دي.

نوموړي وويل، کله چې د تېر کال اګست کې له زندانونو بنديان ووتل په هغوی کې د داعش غړي هم شامل و.

ده وويل چې داسې اټکل کېږي د القاعده څو سوه غړي هم په افغانستان کې شته دي.

خو طالبانو د دغه جنرال خبرې ردې کړې او په يوه بيان کې يې ویلي چې خپلو ګاونډيانو او نړۍ ته ډاډ ورکوي چې داعش نور په افغانستان کې د اندېښنې وړ نه دی.