افغان طالبان: تاجکستان زموږ کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي

Taliban delegates shake hands during talks with the Afghan government in Doha, Qatar. Photo: 12 September 2020

د عکس سرچینه، Reuters

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالسلام حنفي ویلي، تاجکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

نوموړي دا تور وروسته له هغه لګولی چې تاجک ولسمشر امام علي رحمان په افغانستان کې د ټولټاکنو او د یو ټولشموله حکومت جوړېدو ته اشاره وکړه.

ښاغلي رحمان درې ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ویلي وو، نه غواړي د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، خو په دې باور دی چې د افغانستان د سیاسي او امنیتي ستونزو د حل لپاره هلته د ټاکنې او د ټولو قامونو په ګډون د یو حکومت جوړېدل اړین دي.

خو د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي له الجزیره شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي، تاجکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي، او د هر اقدام لپاره یې غبرګون موجود دی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ویلي وو، نړیواله ټولنه باید د عامو افغانانو د خیر لپاره طالبانو سره تعامل وکړي.‌

عمران خان /رحمان

د عکس سرچینه، PAkistan PM

د عکس تشریح، دوشنبې ته سفر کې عمران خان له امام علي رحمان سره له خبرو وروسته ویلي، د ټولشموله حکومت په هکله له طالبانو سره خبرې کوي.

عمران خان تر هغه وړاندې تېره دوشنبه د شانګهای سازمان سرمشریزه کې هم له تاجک ولسمشر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې وې.

له هغې کتنې وروسته عمران خان ویلي وو، طالبانو سره یې د یو ټولشموله حکومت د جوړولو په تړاو خبرې اترې پیل کړې دي.

خو طالبانو تر اوسه نه ده منلې چې د پاکستان لومړي وزیر دې د دوی له کوم مشر سره په دې تړاو اړیکه نیولې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ ګڼو هېوادونو په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې او د امریکا په ګډون ځینې هېوادونه وایي، د دې ډلې عمل او پالیسیو ته په کتو به پرېکړه کوي.‌

طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پر افغان پلازمېنې کابل ولکه وکړه او روانه میاشت یې د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپل سرپرست حکومت او کابینه اعلان کړل.

په دې کابینه کې تر ډېره د طالبانو مشرانو ته ځای ورکړل شوی او ښځې پکې ونډه نه لري.

خو د دې ډلې ویاند ټینګار کوي چې اعلان شوې کابینه سرپرسته ده او یوازې د بحراني‌ وضعیت کابو کولو لپاره اعلان شوې،‌ او وروسته به نور کسان هم پکې شامل کړل شي.

ملګري ملتونه که څه هم طالبانو ته د شرطونو اېښودلو خبره کوي، خو پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی چې افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره باید دې هېواد سره مالي مرستې وکړي.‌