له افغانستان ایستل شویو افغانانو اماراتو کې د خپل 'ناڅرګند برخلیک' له کبله احتجاج کړی

امارت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا مهال زرګونه افغانان متحده عربي امارتو کې په موقتي ډول مېشت دي

سلګونو هغو افغانانو چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دې هېواد ایستل شوي او دا مهال متحده عربي اماراتو کې ایسار پاتې دي، اوس په دې خلیجي هېواد کې د خبل 'ناڅرګند برخلیک' له کبله احتجاجونه پیل کړي.

د چارشنبې پر ورځ پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې ګڼ شمېر افغانان ابو ظبۍ کې د خپلو استوګنځایونو مخې ته راوتلي او احتجاجي مارچ کوي.

د امریکا متحده ایالاتو په تېرو څو میاشتو کې زرګونه هغه افغانان چې ژوند ته یې د طالبانو لخوا خطر پېښ و، له خپلو کورنیو سره یو ځای له افغانستان و ایستل او په موقتي‌ توګه یې په متحده عربي اماراتو کې مېشت کړل.

د امریکا حکومت هغه مهال ویلي وو،‌ دې کسانو قضیې او اسناد به ارزول کېږي او له هغه وروسته به امریکا ته دایمي مېشتېدو لپاره استول کېږي.

خو د رویټرزي خبري اژانس د یو شمېر سرچینو له قوله وایي، د تېر کال نومبر میاشتې راهیسې امریکا ته د دې کسانو د لېږدولو لپاره هېڅ الوتنه نه ده شوې، او د زرګونو افغانانو برخلیک نه دی مالوم.

Afghans wave as they wait to board evacuation flights in Kabul

د عکس سرچینه، US Marine Corps/Reuters

د عکس تشریح، تېره اګست میاشت کې زرګونه کسان د کابل هوایي ډګر دننه او بهر راټول شوي وو

اټکل کېږي چې دا مهال شاوخوا ۹ زره افغانان متحده عربي اماراتو کې په موقتي ډول مېشت دي او امریکا او یا هم نورو لویدیځو هېوادونو ته د لېږدول کېدو په تمه شپې سبا کوي.

خو داسې ښکاري چې اوس له دې ډلې د ځینو کسانو صبر تمام شوی او د چارشنبې پر ورځ د نارینه و ترڅنګ ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم له شعارونو او لوحو سره احتجاج ته راوتلي وو.

دې کسانو د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو له چارواکو غوښتنه کوله چې برخلیک یې ور مالوم کړي.

یو شمېر احتجاج کوونکو د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، متحده عربي اماراتو کې یې ژوند سخت دی، کلکه څارنه یې کېږي او داسې احساس کوي چې ګواکې په زندان کې بندیان دي.

داسې رپوټونه هم ترلاسه شوي چې له دې احتجاجونو وروسته د متحده عربي اماراتو امنیتي چارواکو یو شمېر افغانان نیولي هم دي.

په ابو ظهبۍ کې د امریکا سفارت او یا هم د متحده عربي اماراتو چارواکو د دې احتجاجونو په اړه لا کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ځینو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، احتجاج کوونکو ګواښ کړی چې که یې برخلیک مالوم نشي نو ښایي د نه خوړلو اعتصاب پیل کړي.