اولاف شولز د جرمني د نوي صدر اعظم په توګه لُوړه وکړه

د عکس سرچینه، EPA
اولاف شولز چې د دریو ګوندونو د ایتلافي حکومت مشري کوي نن چهارشنبه د جرمني د نوي صدر اعظم په توګه لُوړه وکړه او له دې سره انګیلا میرکل له ۱۶ کلنې دورې وروسته واک ښاغلي شولز ته وسپارل شو.
د جرمني پارلمان چې ایتلافي حکومت په کې پراخت اکثریت لري لومړی هغه ته د واک سمبالولو لپاره رایه ورکړه.
د اولاف شولز نوي حکومت کې سوسیال دیموکراتیک، زرغون او د ازاد دیموکراتیک ګوندونه ګوند شامل دي.
ښاغلي شولز ته له واک سپارولو سره د اغلې میرکل ۳۱ کلن سیاسي کاري دورې ته هم د پای ټکی کېښودل شو.
۶۳ کلن اولاف شولز د تېر سپتمبر په وروستیو کې سوسیال دیموکرات ګوند په ټاکنو کې بري ته ورساوه او ځان یې د داسې کاندید په توګه نومولی و چې د اغلې میرکل تګلارو ته به دوام ورکړي ځکه چې هغه د انګیلا میرکل په حکومت کې د مرستیال صدر اعظم په توګه مهمه دنده ترسره کړې ده.
د جرمني په پارلمان کې له رایې اچونې وروسته ښاغلی شولز د جرمني د ولسمشر فرانک ولټر سټنماېر لخوا په رسمي توګه د جرمني د نهم فیدرالي صدراعظم په توګه ونومول شو.
له ټاکنو راهسې د ښاغلي شولز ګوند له زرغون او ازاد دیموکراتیک ګوند سره د ایتلافي حکومت په اړه کار کاوه چې بالاخره پرون سه شنبه یې هوکړه لاسلیک شوه.
د جرمني نوی حکومت د اقلیم د بدلون په برخه کې د سکرو د کارولو پرځای پر زرغونې انرژۍ د تمرکز ټولو پلانونه لري خو لومړیتوب به یې د کورونا وبا سره د مبارزې وي.

د عکس سرچینه، Reuters
په جرمني کې روغتیايي چارواکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۶۹۶۰۱ مثبتې پېښې ثبت کړې او په همدغه موده کې ۵۲۷ کسان ترې مړه شوي دي.
دا له تېر ژمي راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده چې په جرمني کې ثبت شوې ده.









