انالینا بایربوک؛ هغه ښځه چې ښایي د جرمني راتلونکې صدر اعظمه شي

د عکس سرچینه، EPA
د جرمني زرغون ګوند په خپل څلوېښت کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اعلان کړی چې صدراعظمۍ ته به نومانده ولري.
په جرمني کې سږ سپټمبر میاشت کې ټولټاکنې ترسره کېږي چې له تاریخي پلوه زرغون ګوند چې په مرکزیت کې پاتې شوی په کې برخه اخلي.
پر دوشنبه زرغون ګوند اعلان وکړ چې ۴۰ کلنه انالینا بایربوک به د دوی د خوښې نومانده وي چې په سپټمبر کې له اوسنۍ لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل واګې ترلاسه کړي.
په برلین کې د بي بي سي خبریال ډامیین مکګېنس وايي، داسې ښکاري چې آغلې بایربوک به یوازینې ښځینه نومانده وي.
وروستۍ شمېرې ښيي چې زرغونان د رایو ۲۲ سلنه لري چې د انګلا مېرکل تر محافظه کار ګوند وروسته دویم دی.
د انګلا مرکل محافظه کاره ګوند په خپلمنځي لانجو کې ګېر دی او تر اوسه یې پرېکړه نه ده کړې چې نوماند یا نومانده به یې څوک وي.
دا په دې معنا ده چې د انالینا بایربوک زرغون ګوند ښایي اکثریت رایې هم ترلاسه کړي، او که داسې کېږي نو اغلې بایربوک ښایي د جرمني راتلونکې صدر اعظمه شي.
اغلې بایربوک څوک ده او ولې د بریا چانس لري؟

د عکس سرچینه، EPA
انالینا بایربوک په ۱۹۸۰ کال کې زېږېدلې چې پر همدې کال زرغون ګوند هم جوړ شوی. مور او پلار به یې د اټومي وسلو ضد مظاهرو کې له ځانه سره بیوله.
اغلې بایربوک وار له مخه د نیوزیلنډ او فنلنډ له ځوانو ښځینه صدراعظمانو سره پرتله شوې.
نوموړې د ځان په اړه وایي چې د منځنۍ اقتصادي کچې په یوه کورنۍ کې رالویه شوې ده او له ماشومتوبه یې د ښي اړخو ګوندونو په ملاتړ احتجاجونو کې ګډون کاوه.
دا ګوندونه اوس یو ځل بیا د جرمني په سیاسي ډګر کې ځواکمن شوي او له همدې کبله ښایي زرغون ګوند په راتلونکو ټاکنو کې هم ښه وځلېږي.
زرغون ګوند د راتلونکو ټاکنو لپاره د خپلې نوماندې د ټاکلو چاره په ډېره محرمه توګه بشپړه کړه او د دوشنبې ورځې له رسمي اعلان مخکې هېڅوک نه پوهېدل چې د چا نوم به راووځي.
د دې ګوند مشران توانېدلي چې د ګوند لپاره یو سخت ډیسیپلین او تګلاره وټاکي. دوی واک ته د رسېدو سخت لېوالتیا لري.
خو په تاریځي توګه زرغون ګوند دومره منظم نه و او لا هم د رالیستانو او بنسټ پالو تر نامه لاندې په دوو ډلو ویشل شوی دی.
خو د بریا راز یې ښایي دا وي چې د انګلا مېرکل محافظه کاره ګوند له سیاسي پلوه خپل محبوبیت له لاسه ورکړی، او په ټولنه کې هم عامه ذهنیت هغه تګلارې خوښوي چې زرغون ګوند یې پلې کول غواړي.









