"شاهان وژونکې" جرمني کې د میرکل شریکه شوه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني سوسیال دیموکرات ګوند د روان ۲۰۱۸ کال د اپرېل پر ۲۲مه اندریا نایلس د خپل ګوند چې پر جوړېدو یې ۱۵۴ کلونه تېرېږي، لومړنۍ مشره وټاکله.
دا د مارټن شولټز ځای ناستې شوه چې د ګوند ملاتړي یې د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ټاکنو کې د نهیلۍ تر پولې رسولي وو.
د دغه ګوند د ټاکنو پایلې له ۱۹۳۳ کال راهیسې تر ټولو ډېرې بدې ګڼل شوې وې.
"شاهان وژونکې"
اغلې اندریا نایلس له ۳۰ کلونو راهیسې د ګوند په سیاست او اداري جوړښتونو کې ښکېله ده.
په خپل ګوند کې په ۲۰۰۵ کال د ګوند د مشر فرانز مونټیویرینګ له ماتولو وروسته په "شاهان وژونکې" مشهوره شوه.
په ۲۰۱۳ - ۲۰۱۷ کلونو کې د مخکېني حکومت د واکمنۍ پرمهال د کار وزیره شوه چې په پیاوړي هوډ یې د تقاعد عمر را ټیټولو او د کاري ساعتونو د کمولو د نوي قانون لپاره مبارزه وکړه او په دې سره د جرمني د کار په قانون کې لوی بدلون راغی.
نایلس د ګوند د تېروتنو په ډاګیزولو کې پر زړورتیا او صراحت مشهوره ده او جرمنۍ "بېلډ" ورځپاڼې هغې ته "په سوسیال دیموکرات ګوند کې د یوازېني ریښتیني سړي" لقب ورکړی.
په ګوند کې د ډېرو تجربو او کارونو له کبله له خپلې هغې اوه کلنې لور سره د لیدو فرصت کم ویني چې دا مهال یې له نیا سره اوسېږي، ډېر کم له برلین نه د جرمني لوېدیځ ویلر ته د خپلې مور د لیدو لپاره سفر کوي.
نایلس په ۲۰۰۹ کال د هغې د ژوندلیک په اړه لیکل شوي کتاب کې ویلي، کاتولیکه ده او له خپلې کورنۍ پرته یې نور څه نه خوښېږي.
د ګوند له مشرې کېدو وروسته هغه په جرمني کې د دویم لوی ګوند مشره ده چې د جرمني چارې مخته بیايي.
نایلس او انګیلا میرکل د دوو ګوندونو مشرانې اوس په واک کې سره شریکې دي.
نایلس اوس هڅه کوي په ۲۰۱۷ کال د مارټن شولټز له ماتې وروسته د ګوند د زړه ماتو پلویانو باور یو ځل بیا راژوندی کړی.
لنډ ژوندلیک

د عکس سرچینه، Getty Images
- اندریا نایلس په ۱۹۷۰ کال د جرمني لوېدیځ مینډیګ کې زیږېدلې، په یوه کلیواله ټولنه کې لویه شوې چې متوسطه کورنۍ یې درلوده. پلار یې د ودانیزو چارو کارکوونکی و او مور یې ښوونځي کې کارکوونکې.
- له بون پوهنتون نه یې ایله په لسو کلونو کې د فلسفې او د جرمني د مطالعاتو په اړه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ او هغه مهال یې د پارلمان د یوه غړي د مرستیالې په توګه کار کاوه.
- په ۲۰۰۵ کال د دوکتورا له رسالې هم د جرمني پارلمان کې کار کولو ته وزګاره شوه.
- نایلس په ۱۹۸۹ کال له سوسیال دیموکرات ګوند سره په دوولس کلنۍ یوځای شوه او پخپله سیمه او بیا وروسته نورو سیمو کې د ځوانانو استازې وټاکل شوه.
- په ۱۹۹۷ کال د ګوند په اجرایوي واک کې غړې شوه.
- په ۲۰۰۰ کال یې کیڼ لاسی دیموکرات ګوند جوړ کړ او په ۲۰۱۰ کال یې د جرمني د مخکیني لومړي وزیر جیرارډ شروډر له ډېرو اقتصادي اصلاحاتو سره مخالفت وکړ.
- له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹ کاله نایلس د پارلمان د کار او ټولنیزو چارو جرګه ګۍ کې فعالیت درلود او په ۲۰۰۸ کال د ګوند له خوا د پارلماني ډلې مشرتابه کې شوه.
- نایلس د خپلې ۴۱ کلنې ټاکنیزې سیالې او د پولیسو د مخکېنۍ مشرې او ویلسنبورګ ښاروالې سیمون لانګي پروړاندې په ۶۶ سلنه رایو بریالۍ شوه.
- نایلس د ګوند په یوه کنفرانس کې وویل، ګوند یې د ټولنیز عدالت لپاره کار کوي او "په دې نړۍ کې د نړیوالتوب، نوي لیبرالیزم او د معلوماتو د واکمنۍ په درشل کې تر ترڅه ډېره همغږۍ ته اړتیا لرو."








