غني او ټرمپ د سولې بهیر پر راتلونکو ګامونو تیلیفوني خبرې وکړې

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ورته تیلیفون کړی او دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خپلمنځي هوکړې مبارکې یې ورکړې. دواړه مشران د افغان سولې بهیر پر راتلونکو ګامونو هم سره غږېدلي دي.
ولسمشر غني لیکلي، ښاغلي ټرمپ ډاډ وښوده چې د افغان حکومت مشران او دولت دا وړتیا لري چې د سولې د بهیر د راتلونکو ګامونو مشري وکړي.
په دوحه کې له طالبانو سره تر خپلمنځي هوکړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل افغان سیال سره پر دې موضوع غږېږي.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، د دواړو مشرانو تیلیفوني خبرې لنډې وې او پر کومه بله موضوع بحث ونشو.
دواړه مشران په داسې حال کې سره غږېدلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشي کولو پر موضوع وار د مخه اختلاف رامنځته شوی.

د عکس سرچینه، Arg
قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تر هوکړې وروسته، ولسمشر غني یکشنبه کابل کې خبریالانو ته وویل، په دې تړون کې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو لپاره هېڅ ژمنه نه شته او د بین الافغاني خبرو لپاره به د مخشرط په توګه نه مطرح کېږي.
کله چې له افغان ولسمشر وپوښتل شول، که امریکا وغواړي چې طالب بندیان خوشې کړئ، څه به کوئ؟
د نوموړي ځواب دا وی چې:"د بندیانو خوشې کول د امریکا صلاحیت نه دی موږ له امریکا سره د بندیانو د خوشې کېدو پر سر موافقه نه لرو. دا د افغان حکومت صلاحیت دی، چې یوازې په هر اړخیزو خبرو کې مطرح کېدای شي. امریکا اسانچارې ده، چې د تصمیم معنا نه لري. له ښاغلي خلیلزاد او ټولو امریکايي ځواکونو وپوښتئ، چې په دې اړه بشپړ وضاحت لري."
ښاغلي غني وویل، له طالبانو سره د افغان حکومت خبرو کې د هغوی د بندیانو خوشې کېدل نه شي راوستلی کېدای: "خو دا شرط نه شو ګڼلی، دا ځل ښه نیت مطرح نه دی."
ولسمشر غني وویل، د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه "باید افغان ولس باور وي، هغه چې خوشې کېږي، د ملت پر واندې به نه درېږي او وسلې ته به مراجعه نه کوي."
ده وویل، په دومره لویه کچه د بندیانو خوشې کول وخت ته اړتیا لري: "یوازې ۱۰۰ کسان خوشې کول وخت غواړي، ۵۰۰۰ خو لا پرځای پرېږده، اجنډا مشخصه ده، دوی به هم غوږ نیسي موږ هم بحث به پرې کوو."
د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې د افغانستان له زندانونو د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او له طالبانو سره د زرو بندیانو د خوشي کېدو خبره هم شوې، چې په راتلونکو لسو ورځو کې به خوشې کېږي. د هوکړې یاده ماده په لاندې ټکو راغلې ده:
"متحده ایالتونه د اعتماد جوړولو د یوه اقدام په توګه ژمن دي، چې د ټولو اړوندو طرفونو په هماهنګۍ او تایید، سملاسي له ټولو طرفونو سره پر یوه پلان سملاسي کار پیل کړي چې جنګي او سیاسي بندیان په چټکۍ خوشي شي. تر پنځه زره پورې د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم یې پېژني، بندیان او تر زرو پورې د بلې غاړې بندیان به په ۱۴۴۱ رجب ۱۵ هـ ق - ۲۰ حوت ۱۳۹۸ هـ ش - ۱۰ مارچ/۲۰۲۰ م تاریخ، د بین الافغاني مذکراتو لومړۍ ورځې پورې خوشي شي. اړوند طرفونه دا هدف لري چې په ورپسې درېیو میشتو کې پاتې ټول بندیان خوشي شي."
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی امیر خان متقي وایي، امریکا سره د سولې خپلمنځي تړون لاسلیک کېدو وروسته به اوس د بندیانو د تبادلې پړاو پیل شي.
نوموړي د بي بي سي خبریال شعیب شریفي ته وویل، د بندیانو د تبادلې نه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
ولسمشر غني په راتلونکي نظام کې د طالبانو د سیاسي دریځ په اړه وویل: "مخکې یې ځای نه شي مشخصېدی، باید پر یوه سیاسي جریان بدل شو، ټول ابعاد یې ولیدل شي، هرڅه د مذاکرې پر مېز مطرح او بحثونه پرې وشي او یوې پرېکړې ته ورسېږو."










