متقي: له سولې خپلمنځي تړون وروسته به د بندیانو تبادلې پړاو پیلېږي
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی امیر خان متقي وایي، امریکا سره د سولې خپلمنځي تړون لاسلیک کېدو وروسته به اوس د بندیانو د تبادلې پړاو پیل شي.
نوموړي د بي بي سي خبریال شعیب شریفي ته وویل، د بندیانو د تبادلې نه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.