ډونلډ ټرمپ: که طالبان پر خپلو ژمنو عمل ونکړي بېرته ورستنېږو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د هوکړې هرکلی وکړ، هغه د دې تړون لپاره شوې خبرې بریالۍ وبللې، خو ګواښ یې وکړ که طالبان پر خپلو ژمنو عمل ونکړي نو امریکا به بېرته په ډېر قوت افغانستان ته ستنه شي.
ښاغلي ټرمپ د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسلیک څو ساعته ورسته یوه وینا کې وویل ټولې خواوې له جګړې ستړې شوې دي او اوس د دې وخت دی خپل سرتېري هېواد ته ستانه کړو.
ولسمشر ټرمپ د دې هوکړې له امله افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته هم مبارکي وویله.
ښاغلي ټرمپ وویل په نږدې راتلونکې کې به له طالب مشرانو سره په خپله وګوري. هغه زیاته کړه چې "ډېره هیله دا ده چې دوی به هغه څه وکړي چې ژمنه یې کړې ده. دوی به ترهګرو ووژني ، دوی به ځینې ډېر بد خلک ووژني. "
د امریکا ولسمشر وویل هېواد یې د ترهګرو په وژلو کې ډېرې لاسته راوړنې لري خو " اوس د دې وخت را رسېدلی چې دا چاره نور څوک وکړي چې دا به طالبان وي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه به دې برخه کې مرسته وکړي. "
خو د امریکا ولسمشر د ګواښ په ژبه وویل که "ناوړه څه وشول بیا ورستنېږو. ډېر ژر به ستانه شو، له ځواکونو سره به ستانه شو، داسې چې هېچا نه وي لیدلي. خو هیله لرم چې داسې څه ته اړتیا پېښه نه شي."
ښاغلي ټرمپ وویل په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټوي، خو د سرتېرو په اړه به وروستۍ پریکړه نږدې راتلونکې کې وکړي.
د امریکا او طالبانو تړون د شنبې ( د فبرورۍ ۲۹) د قطر په پلازمینه دوحه کې لاسلیک شو. دا تړون د امریکا له لوري د سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو له لوري د دې ډلې مرستیال مشر ملا عبد الغني برادر لاسلیک کړ.









