ټرمپ: له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي، سرتېري ستنوو

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ امریکايي ځواکونه نړۍ کې تر ټولو غوره وبلل او زیاته یې کړه، غواړي جګړه کې لا بریالي وي لا هېڅ جګړه ونه کړي:

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ کلنۍ وینا کې وویل، له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي، خو "پاموړ پرمختګ نه دی شوی". نوموړی وايي، هڅه کوي د امریکا په تاریخ کې د افغانستان تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي او خپل ځواکونه کور ته ستانه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، افغان جګړه کې د امریکايي سرتېرو د "مېړانې" په خاطر ډېر پرمختګ شوی او له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي.

ولسمشر ټرمپ خپله کلنۍ وینا کې وویل: "موږ نه غواړو چې سلګونو زره افغانان چې ډېر هم بې ګنا دي، ووژنو".

د هغه په خبره، دا د امریکا کار نه دی چې نورو هېوادونو ته د پولیسو په څېر کار وکړي.

ډونلډ ټرمپ امریکايي ځواکونه نړۍ کې تر ټولو غوره وبلل او زیاته یې کړه، غواړي جګړه کې لا بریالي وي لا هېڅ جګړه ونه کړي:

"موږ هڅه کوو چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه (افغان جګړه) پای ته ورسوو او خپل ځواکونه کور ته ستانه کړو".

د ولسمشر ټرمپ دا خبرې په داسې مهال دي چې له کال ډېر وخت کېږي د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي.

دیموکراتان له هڅونې پرته د ټرمپ خبرو ته غوږ وو

د عکس سرچینه، MANDEL NGAN/AFP VIA GETTY IMAGES

د عکس تشریح، دیموکراتان له هڅونې پرته د ټرمپ خبرو ته غوږ وو

څه مهال مخکې وسلوالو طالبانو وویل، چې خبرې نهايي شوې او د تړون په مراسمو له امریکايي لوري سره غږېږي.

مګر کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له تګ وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله وویل:

"له طالبانو سره خبرو کې مو پاموړ پرمختګ نه دی کړی".

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ تاشکند کې وویل، له وسلوالو طالبانو سره تړون نژدې دی.

د هغه په خبره، مخکې هم یو ځل دواړه لوري تړون ته ډېر نژدې شوي وو:

"داسې تړون چې دواړه لوري یې اجرا کړي، خو طالبانو یا اراده یا وړتیا یا دواړه نه درلودل چې د تاوتریخوالي کمول عملي کړي".

د ویډیو تشریح، نانسي پلوسي د خبرو پای کې د ټرمپ د وینا یوه کاغذي کاپي څېرې کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې خبري غونډې ته وویل، له طالبانو غواړي چې د تاوتریخوالي کمولو کې د خپلې ارادې او وړتیا "روښانه نښې" وښيي:

"دې سره به د افغانانو خپلمنځي خبرې لږ تاوتریخوالي کې وشي. هیله ده دغه پړاو ته ورسېږو، که څه هم لا رسېدلي نه یو".

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي:

"د مذاکراتو بهیر د ټرمپ ټویټ، د امریکا متعددو غوښتنو، په امریکا او کابل کې د چارواکو اختلاف ټکنی کړی. ښاغلی پمپیو دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه را اچوي، زموږ موقف اصولي او متحد دی، دریځ مو د مقابل لوري په شان متزلزل نه دی."

د ایران په هکله د ټرمپ خبرې

د امریکا ولسمشر خپله کلنۍ وینا کې د ایران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني له وژلو دفاع وکړه.

"قاسم سلیماني د ایران رژیم تر ټولو بې رحمه قصاب و. داسې بلا چې عراق کې یې زرګونه امریکايي پوځیان ووژل او معلول کړل".

د هغه په خبره، نړۍ کې د تر ټولو ستر ترهګر په توګه قاسم سلیماني د ډېرو سړیو، ښځو او ماشومانو د وژنې پلانونکی و.

هغه پر ایران د سختو اقتصادي بندیزونو د لګولو په ګډون د تهران ضد خپلې پالیسۍ دفاع هم وکړه.