د امریکا او طالبانو خپلمنځي هوکړې ته نړیوال او کورني غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images/ IMRAN KHAN FACEBOOK
په دوحه کې نن شنبه د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ د سولې په اړه هغه خپلمنځي تړون بلاخره لاسلیک شو. دواړو خواو له شاوخوا یوه کال راهیسې په بېلابېلو پړاوونو کې پر دې تړون بحث وکړ او په پای کې یې یوه جوړجاړي ته ورسېدل.
د نړۍ ګڼو هېوادونو او په افغانستان کې دننه سیاست والو دې تړون ته غبرګونونه ښودلي، چې ځینې مو دلته راټول کړي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ:
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې طالبانو سره لاسلیک شوی تړون د سولې لپاره یو تاریخي فرصت دی. ولسمشر ټرمپ ویلي، امریکا له طالبانو ټینګه ژمنه اخیستې ده چې له ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي.
ده زیاته کړې ده چې امریکا به پر طالبانو نظر ساتي او ګوري به چې دا ډله پر خپلو ژمنو څومره درېږي.
نوموړي ویلي، له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل به هم دې پورې اړه لري چې طالبان خپلې ژمنې څومره پر ځای کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ناټو لخوا هرکلی:
ناټو هم په یوه اعلامیه کې د طالبانو او امریکایانو د خپلمنځي هوکړې هرکلی کړی او دا یې افغانستان کې د دایمي سولې پر لوی لومړنی ګام بللی.
د ناټو اعلامیه کې راغلي چې دا هوکړه به د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرو ته لار هواره کړي.
اعلامیه کې راغلي چې ناټو افغانستان سره پر خپله اوږدمهاله ژمنه ولاړه ده، د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ به کوي او د سولې په لار کې به د افغان حکومت او خلکو ملاتړ کوي.
کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) غبرګون:
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اورکم اوونۍ او د بین الافغاني مذاکراتو ته د ژمنتیا هرکلی کوي.
د یوناما مشر تادامیچي یاماموټو پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د جګړې ختمولو لپاره دې اړین ګامونه پورته کړي
اعلامیه وایي چې ملګري ملتونه به د سولې لپاره د یو ټول شموله بهیر ملاتړ کوي چې د ټولنې د ټولو برخو غوښتنو ته پکې پام شوی وي
د اعلامیې پای کې د تاوتریخوالي پر کمښت ټینګار شوی او پر ښکېلو اړخونو غږ شوی چې ولسي زیان او مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره دې خپلې هڅې دوه برابره کړي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ټویټ:

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خپلمنځي تړون هرکلی کوي. نوموړي هیله ښودلې ده چې دا هوکړه به په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
د پاکستان لومړي وزیر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ده له پیله ټینګار کاوه چې د افغانستان کشاله یوازې له سیاسي لارې حل کېدلی شي.
د ده په وینا، پاکستان ژمن دی چې دا هوکړه پر ځای پاتې شي او افغانستان ته سوله راشي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومېنک راب غبرګون:
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډومنيک راب پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، "د نن ورځې خبرونه د ټولو هغو افغانانو لپاره چې له اوږدې مودې راهيسې ځورېږي يو مهم پرمختګ او هيله منه ورځ ده.
هغه زیاته کړې، مهمه ده چې طالبان خپلې ژمنې عملي کړي، او هیله یې ښودلې چې دغه وضعيت دوام وکړي او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې پيل شي".
د اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله غبرګون:

د عکس سرچینه، ABDULLAH FACEBOOK
د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ خپلمنځي هوکړه په افغانستان کې دایمي سولې لپاره یو مهم ګام، او له همدې کبله نن یوه تاریخي ورځ وه.
ښاغلي عبدالله په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د حکومت او همدا راز د نړیوالې ټولنې مننه وکړه، او په دې لړ کې یې د زلمي خلیلزاد ځانګړې یادونه وکړه.
ښاغلي عبدالله وویل چې د څو کاله جګړې وروسته د سولې لپاره یو فرصت پیدا شوی او اوس په ټولو افغانانو پورې اړه لري چې له دې فرصته ګټه واخلي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي او جنرال دوستم غبرګونونه:
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم هیله مندي ښودلې ده چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه به افغانستان کې سولې ته لاره هواره کړي.
ښاغلي کرزي همدا راز هیله ښودلې ده چې له دې هوکړې سره به افغانان پخپله د سولې د بهیر واک په خپلو لاسونو کې واخلي، او زیاتوي چې اوس افغانان باید یو موټی شي او د بین الافغاني مذاکراتو پر لور لاړ شي.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال او د جنبش اسلامي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم هم د دې هوکړې هرکلی کړی دی او دا یې په افغانستان کې سولې ته یو ښه فرصت بللی.









