سمسونګ د نوټ سېون ناکامۍ له کبله د مالي زیان سره مخامخ دی

د عکس سرچینه، AFP
تکنالوژي کمپنۍ سمسونګ وايي، د ځیرک ټیلیفون ګلیکسي نوټ ۷ پلور درولو له کبله ښايي د ۲۰۱۷ کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې مالي ګټې وټې ته نور زیان واوړي.
سمسونګ د جمعې په ورځ ویلي ښايي ګټه کې د نژدې دریو میلیاردو ډالرو په ارزښت منفي اغېز سره مخامخ شي.
د سویلي کوریا دغې کمپنۍ له دې مخکې د سږ کال راتلونکو دریو میاشتو کې د ګټې برخه کې د نژدې دوه میلیارده ډالرو لږوالي خبره کړې وه.
دغه زیان له بازاره د ګلکسي نوټ اووه موبایلونو بېرته ټولولو او دغه راز نژدې دوه نیم میلیون مشتریانو ته د موبایلونو بیې بېرته ورکړې له کبله رامنځته شوی دی.
د نوټ اووه ډوله موبایل بېټریو کې د نیمګړتیا له کبله د دغه ډول موبایلونو اور اخیستو پېښې رامنځته شوې او کمپنۍ بازار ته وړاندې کړي دغه ډول موبایلونه بېرته ټول کړل.
هغو ټیلیفونونو کې هم، چې د بدیل په توګه بازار ته وړاندې شوو، ورته ستونزه موجوده وه او سمسونګ دغه ماډل ټیلیفونونه ویجاړ کړل.
په اګست کې بازار ته د دغه ماډل ټیلیفون له وړاندې کېدو سره داسې تمه کېده، چې دغه ټیلیفون به د موبایلونو بازار د پلور په برخه کې له ای فون ۷ ډوله موبایل ټیلیفون سره سیالي وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
سمسونګ په یوه اعلامیه کې ویلي ' د ګلکسي ایس سیون او ایس سیون ایج په ګډون به د خپلو نورو تولیداتو پلور ډېر کړي او د خپلو تولیداتو معیار ارزونې په سسټم کې به د پام وړ بدلون له لارې به خپل تولیدات نور هم له معیار سره سم او په خوندي توګه مشتریانو ته وړاندې کړي. '
سپتمبر کې بازار ته د نوټ سیون له بدیل وړاندې کولو وروسته کمپنۍ ټینګار کاوه، چې نوی ماډل هغه یې خوندي دي، خو داسې شکایتونه وو، چې بدیل هغه هم اور اخلي. د پنجشنبې په ورځ کمپنۍ اعلان وکړ، چې په مستقل ډول به د دغه ډول موبایلونو تولید ودروي او له مشتریانو یې وغوښتل، چې خپل نوټ اووه موبایلونه غیر فعال کړي.
.








