BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 12:00 گرينويچ 2008 ,10 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې او سميې: اندراګاندي روغتون

اندراګاندي روغتون
دې ته ځکه د اندراګاندي روغتون وايي، ځکه چې اندراګاندي د هند صدرعاظمه وه.
زرغونه او بلال د ګاډوانې په تمه دي، ځکه چې له دوي سره يې ژمنه کړې وه چې، اندراګاندي روغتونه ته يې بيا يي. ګاډيوانه راغله

ماشومان يې اندراګاندي روغتونه ته روان کړل، ماشومانو ته يې وويل: "اندرا ګاندي روغتونه په کابل کې دی او د ماشومانو ځانکړی روغتونه دی،

ځکه ورته د اندراګاندي روغتون وايي چې د هندوستان په مرسته جوړشوی دی او اندراګاندي د هند صدرعاظمه وه، دا نوم پرې د افغانستان دولت کيښود.

دې وخت کې ګاډۍ کابل ښارته رسيږي او ماشومان له لوړودانيو، د خلکو له ګڼه ګوڼې او د موټرو له بيروبار نه يادونه وکړه.

او ګاډيوانې خپله جادويي ګاډۍ د روغتونه په انګړ کې ښکته کړه. ماشومانو له يو سړي سره خبرې وکړې هغه وويل:

"نوم مې بشيردي اودسروبې له ولسوالۍ نه مې خپل ناروغ ځوي ځکه راوستی چې دا د ماشومانو روغتونه دی او دلته د هر ډول ناروغيو تداوي کيږي".

ماشومانو له ګاډيوانې نه پوښتنه وکړه چې، دا روغتونه څه وخت جوړ شوی دی؟

ګاډيوانې وويل چې دا او نورې پوښتنې به د روغتونه له مرستيال نه وکړو او بيا ټول د مرستيال شعبې ته روانشول.ډاکټرنورالحق يوسفزي وويل:

ناروغان او پايوازان
 په دې روغتونه کې د ورځې تقريبآ زر ناروغان پکې تداوي کيږي.

"د اندراګاندي د روغتونه د جوړېدو د کار ډبره په (١٣٤٥) کال کې د پخواني پاچا محمد ظاهراو د هند پخواني ولسمشرمرستيال ذاکر حسين له خوا کيښودل شوه، بيا پينځه کاله ورورسته جوړشو".

ډاکټر صاحب دا هم وويل: "په دې روغتونه کې شاوخوا (٥٠٠) کارکوونکي کار کوي او د ورځې تقريبآ زر ناروغان پکې تداوي کيږي."

تردې ورورسته ماشومان له يو لارښود ډاکټر سره د روغتونه د نورو برخوليدلو ته ورغلل ډاکټر صاحب ماشومانو ته وويل:

"په اول پوړ کې عاجله او د داخلې برخه ده او تر څنګ يې يو کلينک هم شته، په دويم پوړ کې د داخلې او اکسري برخه ده او د هډوکو برخه هم شته.

په دريم پوړ کې د جراحۍ او په څلورم پوړ کې بيا د غوږ، پوزې او د جلدي ناروغيو برخې دي. تر دې ورورسته خپرونه پاي ته ورسېده.

سرکاري باغڅېرې او سيمې
سرکاري باغ
تاريخ پوه هلکڅېرې او سمې
تاريخ پوه هلک
غالۍ اوبدونکی هلکڅېرې اوسيمې
غالۍ اوبدونکی
د ميملې بڼ دروازهڅېرې او سيمې
د ميملې بڼ
دوه ماشومان د حکيم سنايي په پارک کېڅېرې اوسيمې
د حکيم سنايي پارک
د سرکس لوبغاړېڅېرې اوسيمې
د سرکس لوبغاړې
امام صيب پارک څېرې اوسميې
امام صيب پارک
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>