 | | | عبدالقوي په دوبي کې يوه غالۍ په څلورو او په ژمي کې پۀ دوو مياشتو کې اوبي. |
نګينې خامک کاوۀ، وروريې احمدشاه لۀ هغې وغوښتل، چې لوبې ور سره وکړئ خو نګينې وويل:"تر هغې، چې خامک خلاص نه کړم لوبې نه کوم". ګاډيوانه ترور راغله ويې ويل: "ماشومانو ته ډېر او دومداره کارکول زيان رسوي او عبدالقوي ترې جوړوي، چې د ډېر دومداره کار له امله ناروغ شوی دی". ګاډيوانې دوی د عبدالقوي ليدوته بوتلل، ماشومانو له ګاډيوانې نه د عبدالقوي په اړه يو شمېر پوښتنې وکړې. ګاډيوانې وويل: "عبدالقوي غالۍ اووبي، د کابل و لايت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی دی او يوولس کن دی ". ګاډيوانې ګاډۍ د عبدالقوي دوي په کلي کې کښته کړه. لۀ دوو ماشومانو سره د هغه په اړه خبرې وکړې يوه وويل:" عبدالقوي مو کليوال خو لوبې نه کوي". بل وويل: "هغه ټوله ورځ غالۍ اوبي، ډيرکاريې سترګې کمزورې کړي". ماشومان د عبدالقوي دوي کورته ورغلل اوله ورغبړ وروسته يې د هغو په ځواب کې وويل: "څلورساعته کېږي، کار مې پيل کړی، لۀ ښوونځي چې راشم هم کار کوم. غالۍ اوبدل مې څلور کاله مخکې لۀ خپل ورورنه زده کړي. په دوبي کې يوه غالۍ په څلورو مياشتو او په ژمي کې پۀ دوو مياشتو کې اوبو ځکه چې په ژمي کې ښوونځی رخصت وي. کار کې ستړی کېږم خو څه وکړم، چې کار ونګړم څه شی وخورو".ګاډيوانې وويل که خلک د کار پر مهال ځيني ټکي په پام کې ونيسي نو بيا نه ناروغه کيږي.  |   ماشومانو ته ډېر او دومداره کارکول زيان رسوي، بايد تفريح هم وکړي.  |
لکه جاوېد. ماشومان غواړي، چې د جاوېد ليدوته هم لاړ شي ګاډيوانه يې مني او روانيږي. دوی جاوېدويني، چې پزه او خوله يې تړلي، په لوړه څوکۍ ناست او غالۍ لوبي. جاويد وويل: "پزه د ګردونو لپاره تړم، په لوړه څو کۍ ځکه کينم چې ملا مې کړوپه نه شي او نم نه بچ واوسم. بل دا چې، په دې خونه کې ازاده هوا هم لګېږي، رڼا پۀکې شته، دا هر څه ددې لپاره په پام کې نيسم، چې ناروغ نه شم، چې په کار کې ستړی شم کار پرېږدم او لوبې کوم". له دې سره خپرونه هم پای ته رسيږي. |