 | | | تر او سه پورې مې (١٥٠) شعرونه ليکلي کتاب مې لا نه دی چاپ شوی. |
فوزيه يواځې ناسته ده او د کتاب له مخې يو شعر لولي، خو سم يې نه شي لوستی، له ځان سره يې وويل:" د شعر لوستل چې داسې ګران کار دی، نو ليکل به يې څو مره ګران وي". پۀ کابل کې د شمسيې دوى کور ته ورسېدل، يو ماشوم له شمسيې نه پوښتنه وکړه چې څنګه يې په شعر ليکلو پيل وکړ؟ شمسيې وويل: "دوه کاله وړاندې مې له استاد برکت الله سليم نه د قران کريم زده کړه کوله، استاد يو ايت معنی کاوۀ، چې د الله پاک قدرتونه او صفتونه پکې بيان شول. ما ته يو احساس پيدا شو، چې د الله پاک د ستاينې لپاره شعر وليکم، بيا مې يو دري شعر وليکه". شعر يې ماشومانو ته هم ولوستۀ. شمسيې وويل:"تر او سه پورې مې (١٥٠) شعرونه ليکلي کتاب مې لا نه دی چاپ شوی. تېر کال مې يو شعر د سولې جايزه هم وګټله. زه په دري او په پښتو ژبه شعرونه ليکم. پلار او مور مې ډېره هڅوي.  |  په دري او پښتو ژبه شعرليکم،تېر کال مې يو شعر د سولې جايزه وګټله  |
شعر اوشاعرۍ ماته ډيره کټه رسولې خلک مې د يوې شاعرې په توګه پيژني، ور سره مطالعه هم کوم چې دايې هم يوه ګټه ده". تر دې وروسته ګاډيوانه او ماشومان د شمسيې له پلار سره خبرې وکړې، پلار يې وويل: " زه ورته کتابونه مجلې، هر څه ته چې اړتا ولري راوړم يي". ګاډيوانې ماشومانو ته وويل، چې شمسيه کار لري نور به لاړ شو، ماشومانو ور سره ومنله، د خپرونې مهم ټکي تکراروي او خپرونه پای ته رسيږي. |