|
څېرې اوسيمې: حيرتان بندر | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
فريبا الياس ته وويل چې پلار يې حيرتان بندر ته په تيلو پسې تللی دی. فريباحيرانه شوه، چې حيرتان بندرکې تېل له کومه کېږي؟ په دې وخت کې ګاډيوانه ترور راغله ماشومانو د حيرتان بندر په اړه پو ښتنه ترې وکړه. ګاډيوانې وويل:"حيرتان د افغانستان ډېر مشهور بندر دی، چې د بلخ په ولايت کې موقعيت لري. دې بندر ته په کښتيو، اورګاډو اوموټروکې مالونه راوړل کېږي". ماشومانو وغوښتل چې دوی ددغه بندرليدو ته بوځي. ټول په جادويي ګاډۍ کې دحيرتان بندر ته ولاړل. لومړی د بندر ادارې ته ورغلل. د حيرتان بندر رييس دماشومانوديوې پوښتنې په ځواب کې وويل : "دحيرتان بندر ٣٦ کيلومتره دريل پټلۍ لري چې ٢٤ کيلومتره يې فعاله ده.
دې بندرته له منځنۍ آسيا، چين اوايران څخه په واګونونو کې مالونه راوړل کيږي. نوموړي زياته کړه چې ددې بندرپه دريو پورتونو کې ١٥٠ زره ټنه سوداګريزاودولتي مالونه ځايږي. دهېواددتېلواړتياوې په سلوکې اتيا ددې بندر له لارې پوره کيږي. حيرتان بندر لۀ ازبکستان سره پۀ پوله پروت دی او په (١٣٥٢) کال په تاش ګذرکې جوړشو. ورورسته حيرتان ته راولېږدول شواو په ١٣٦٢ کال کې يې پل هم جوړشو." نوموړي زياته کړه : "په دې بندرکې نږدی (١٠٠٠) تنه کارکوي چې د ماليې پۀ پيسو يې خلکو ته سړکونه، ښوونځي،روغتونونه او نورې ټولګټې پروژې جوړيږي."
وروسته بيايوه سوداګرمحمدطاهرګاډيوانې تروراوماشومانوته وويل چې هغه ګول سيخونه، اوسپنيزمواد اوقيرواردوي اوسمنټ صادروي. يوبل تن دپله په اړه وويل: " پل داورګاډي دوه پټلۍ،دموټرودوه سړکونه او دواړوغاړوته پياده روونه لري. تردې ورسته ګاډيوانې ماشومان په جادويي ګاډۍ کې خپلو کورونو ته يې راوستل. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||