|
څېرې اوسيمې: د سرکس لوبغاړې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ميراغا او وږمې په پنډوس او پړي لوبه کوله، چې ګاډيوانه راغله. وږمې ورته وويل: "مير اغا د سرکس لوبه کوله". ګاډيوانې وويل: "د سرکس لوبې پرته لۀ زده کړې نه شي تر سره کولی". ميراغاوويل: "موږ داسې يو کس ته بوځه چې د سرکس لوبې ترې زده کړو، بريالی راغی او ګاډيوانې ته يې وويل: "ما ته يوه نجلۍ معلومه ده چې د سرکس لوبغاړې ده". دوی ګډه روان شول. بريالي وويل: "نوم يې فاضله ده او د کابل ښار کا رتې سې سيمه کې د سرکس دفتر دی. لۀ لږه شېبه ورورسته ګاډيوانه او ماشومان د فاضلی دوي دفتر ته ورسېدل. فاضلې وويل: "څلور کاله کيږي چې د سرکس په برخه کې زده کړه کوم. د کابل پۀ ډېرو ښوونځيو کې مې نندارې واړندې کړي. په پيل کې به تاثير لاندې راتلم خو اوس تکړه شوې يمه. د سرکس تر څنګ خياطي، تياتراود ترانو په برخو کې هم کار کوم، د سهارلۀ اتو نه تر دولسو بجو پورې په دې مرکز کې زده کړه کوم او بيا ښوونځي ته ورځم. ماشومانو ترې د سرکس د ګټو پۀ اړه وپوښتل، فاضلې وويل: "زه اوس يوه هنرمنده يمه، لۀ سرکس سره مينه لرم او ډېر کوښښ کوم چې ډير څه زده کړمه".
فاضلې د ماشومانو منځ کې لمړی په څلورو تو پونو او بيا په درېوو کلپونو لوبې وکړې، ميراغا او وږمې هم دا لوبې وکړې. وږمې وويل کاشکې چې د فاضلې يوه ننداره مې لۀ نژدې نه ليدلې وای!. بريالي وويل: "د فاضلې يوه ننداره مې ثبت کړې، بيابه په خپله ويډيويې کامره کې هغه نننداره پۀ تاسو هم ووينم. فاضلې وويل:"دسرکس لوبې او ترانې مې خلکو خوښې کړيدي". د فاضلې د سرکس ښوونکي وويل: "فاضله لۀ سرکس سره مينه لري او ډير تمرين کوي ځکه خو په کم عمر کې ډېره تکړه ده". دنندارې په پای ته رسيدو سره ماشومان له فاضلې سره مخه ښه کوي او خپرونه پای ته رسيږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||