 | | | د امام صيب پارک چې ګير چاپيره ترې باغونه دي، شاوخوا شل جريبه خمکه کې جوړ شوی. |
غياث ګلالۍ ته وويل، چې د تره ځوی يې لۀ کندز نه راغلی و، د امام صيب زيارت پارک يې ډېر صفتونه کول. ګلالۍ وويل : "زړه دې دی چې ګاډيوانه ترور راشي او موږه هم د دغه پارک ليدوته بوځي؟"دې وځت کې ګاډيوانه ترور راغله، ټول پۀ ګډه د امام صيب زيارت پارک ليدوته لاړل. ماشومانو پوښتنه وکړه، چې ولې ورته د امام صيب پارک وايي، او کندز د افغانستان پۀ کومه خوا کې دی؟ ګاډيوانې وويل: "کندز د افغانستان پۀ شمال کې پروت ولايت دی، او دې پارک ته ځکه د امام صيب پارک وايي چې هلته د امام صيب زيارت دی او ټوله ولسوالۍ د امام صيب پۀ نا مه يادېږي". ګاډيوانې جادويي ګاډۍ د امام صيب زيارت پارک څنګ ته ښکته کړه، ټول په ګډه پارک ته دننه شول او لۀ څو تنو ماشومانو سره يې خبرې وکړې. نبي يوولس کلن هلک وويل: "کور مو همدلته دی او دلته لۀ ملګرو سره لمبا ته راغلي يم". يو بل ماشوم وويل: "په دې پارک کې ونې، ګلان، لويه وياله، د امام صيب زيارت او يوه مدرسه هم شته".  | | | دې پارک او زيارت ته لۀ ټول افغانستان نه خلک راځي،خوښځې يواځې د چهارشنبې په ورځ راځي |
د امام صيب ولسوالۍ اوسېدونکی فيض الله وويل: "دې پارک او زيارت ته هره ورځ لۀ ټول افغانستان نه خلک راځي، خو ښځې يواځې د چهار شنبې په ورځ راځي". د پارک يو تن ساتونکي سيد امير وويل: "د امام صيب پارک چې ګير چاپيره ترې باغونه دي، شاوخوا شل جريبه خمکه کې جوړ شوی ". همدلته ماشومانو د قران کريم تلاوت واورېدۀ. ګاډيوانې وويل:" د زيارت شاته يوه ديني مدرسه ده چې ماشومان پکې سبق وايي. ماشومان مدرسې ته ورغلل او لۀ يوۀ زده کونکي چې بصير نومېږي خبرې وکړې. هغه وويل: "زه دې مدرسې ته سبق ويلو لپاره راځم او پۀ اوزګار وخت کې لۀ خپلو ملګرو سره په دې پارک کې لوبې هم کوو". ماشومان غواړي زيارت وويني، ګاډيوانې ورته ووبل:" لمړی به اورېدونکو سره خدای په اماني وکړو بيا به زيارت ته لاړ شو". همدغسې کوي او خپروته پای ته رسېږي. |