ګلالۍ کور پاکوي چې دې وخت کې يې ورور بصير راغی، له روغ بړ نه ورورسته بصيرپه غزني کې د يو ښکلي پارک يادونه وکړه. ګلالۍ چې غزني ته نه وه تللې پښيماني ښيي. دې وخت کې ګاډيوانه ترور له خپلې جادويي ګاډۍ سره راغله، له ستړي مشې ورورسته د ګلالۍ د خوشالۍ لپاره ټول کومه خوا روان شول. ګلالۍ له ګا ډيوانې نه پوښتنه وکړه چې موږ چيرته بيايې؟ ګاډيوانې وويل: "موږ دغزني ولايت ته د حکيم سنايي چې اصلي نوم يې ((حکيم ابولمجد مجدود بن ادم سنايي)) دی پارک ته ورځو. ګاډۍ غزني ولايت ته ورسېده، ګاډيوانه له ماشومانو غواړي چې ځانونه کلک کړي په دې کی ګاډيوانه خپله ګاډۍ د پارک تر څنګ ښکته کوي. ماشومان د پارک له سمسورتيا، ګلانو، ونو او د روانو اوبو له يادونه کوي او له ګاډيوانه د پارک په اړه پوښتي چې دا پارک څه وخت جوړ شوی؟ ګاډيوانې ماشومان د پارک يو تن ساتونکي ته بيا يي او هغه وايي:  |   دحکيم سنايي پارک ته د اونۍ ټولو ورځو کې د تفريح لپاره راځي.  |
"ددې پارک ځمکه په (١٣٤٦) کال کې د دولت لخوا له خلکو نه په بيه واخيستل شوه چې خرابه شوې وه. تېر کال د ښاروالۍ لخوا بېرته جوړه شوه. ددې پارک پراخوالی (١٤) جريبه دی چې ډول ډول ګلان او بوټي پکې شته، د اونۍ په ټولو ورځو کې خلک ورته راځي.په دې کې ګلالۍ او بصير ته يو ماشوم وويل: "پخوا مو د لوبو لپاره ځای نه درلود خو اوس ډېر خوشال يو چې د لوبو لپاره داسې ښکلی ځای لرو دلته له خپلو ملګرو سره راځواو لوبې کوو." ګاډيوانې ماشومانو ته يي وويل: چې هر څوک بايد د پارک د پاکوالي خيال وساتي کثافات هرې خوا ته وانه چوي." په دې کې خپرونه پای ته رسيږي. |