BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:14 گرينويچ 2008 ,15 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې او سيمې: د ميملې بڼ

د ميملې بڼ دروازه

غوټۍ او باز محمد سره عکسونه وي، چې د ترور زوی يې ورته لۀ ننګرهار نه رالېږلي وي، ګاډيوانه ترور راغله، او يې وويل:" دا د مېملې بڼ عکسونه دي".

ماشومان غواړي همدا بڼ لۀ نږدې وويني، پۀ ګډه سره جادويي ګاډۍ کې روانېږي، ګاډيوانه وايي: "د مېملې بڼ د ننګرهار ولايت د خوږياڼو په والسوالۍ کې دی.

ګاډېوانې ګاډۍ د مېملې بڼ کې کښته کړه، ماشومان د سمسور بڼ په ليدو حيرانېږي او بيا يې لۀ دوو ماشومانو سره خبرې وکړې.

يو ماشوم وويل: "لۀ جلال اباد ښار نه خپل پلار سره راغلی يم". بل ماشوم وويل:

"زه دهمدغه ځای يم، هر وخت دلته د لوبو لپاره لۀ خپلو ملګرو سره راځم پلار مې راته ويلي دي، چې مېمله د يو پا چا لور وه".

ګاډيوانه ماشومان د بڼ يو تن باغوان عزت الله ته بوتلل هغۀ وويل:"د مېملې بڼ (٤٠٠ ) کاله پخوا شاه جهان چې د افغانستان پاچا وه د خپلې لور مېملې پۀ نا مه دا بڼ په سل جريبه ځمکه کې جوړ کړ.

د مېملې بڼ ماڼۍ
د بڼ ماڼۍ
مېمله د شاه جهان لور وه او دابڼ يې د هغې په نامه٤٠٠ کاله پخوا جوړ کړ.

ګاډيوانې وويل: " دې بڼ نه د ګلخانې په تو ګه هم کار اخيستل کېږي". همدغلته يو سپين ږيري سړي د نوموړي بڼ پۀ اړه وويل:

"پخوا د کابل لۀ لاهورۍ دروزاې نه يوه تجارتي لاره چې لۀ دې سيمې نه تېره شوې وه او هندوستان ته تللې وه، کاروانونو به دلته دمه کوله او ځينې مهال به ان پاچاهان هم دې بڼ ته د ميلو لپاره راتلل".

تر دې وروسته عصمت الله بشري ماشومانو ته د مېملې بڼ پۀ اړه دا سندره زمزمه کړه.
ښايسته ده مېمله هلکان ګرځي په باغو کې
ګيډۍ جوړوي نرګس ګلان يې په لاسو کې. له سندرې وروسته خپرونه پای ته رسېږي.

دوه ماشومان د حکيم سنايي په پارک کېڅېرې اوسيمې
د حکيم سنايي پارک
د سرکس لوبغاړېڅېرې اوسيمې
د سرکس لوبغاړې
امام صيب پارک څېرې اوسميې
امام صيب پارک
شاعره څېرې اوسمې
شاعره جنۍ
دحيرتان بندرڅېرې اوسيمې
دحيرتان بندر
د قران کريم ستورېڅېرې اوسيمې
د قران کريم ستورې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>