BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:41 گرينويچ 2008 ,08 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې او سمې: تاريخ پوه هلک

ګاډيوانه دوی د تاريخ پوه هلک خوا ته ورروان دي.

عبيدالله غواړي د احمد شاه بابا په اړه مقاله وليکي، له خپلې خور شکيلا نه يې مرسته وغوښته، هغې هم ډېر مالومات نۀ درلودل.

ګاډيوانه راغله و يې ويل: "زه تاسو د يو داسې هلک ليدو ته بيا يم، چې په کم عمر کې د افغانستان د تاريخ په هکله ډېر ما لومات لري". ټول په ګډه روان شول.

ګاډيوانې وويل: "دا هلک جمال کمالزی نومېږي، کور يې د ننګرهار ولايت پۀ شېرزاد ولسوالۍ کې دی". دوی د جمال دوي کور ته ورسېدل.

ګاډيوانې او ماشومانو لۀ جمال سره وليدل او د افغانستان د تاريخ په اړه يې ترې مالومات وغوښتل.

جمال له احمد شاه بابا نه رانيولې تر اوسني اولسمشر حامد کرزي پورې لنډ معلومات ورکړل او زياته يې کړه:

"په شاعرانو کې اسحاق ننګيال، پير محمد کاروان، باري جهاني او په ژورنالستانو کې داود جنبش او اجمل اند هم پېژنم".د جمال، ترۀ شېرحسن کمالزي وويل:

تاريخ پوه هلک
 جمال ډېر هوښيار هلک دی او موږ يې هرې پوښتنې ته يې ځواب ورکوورته.

"جمال راډيو ډېره اوري، چې د چا نوم واوري نو په هکله يې ډېرې پوښتنې کوي، موږ يې هره پو ښتنه ځوابوو او له کيسو سره هم مينه لري.

ډېر هوښيار هلک دی، ډېر ښۀ ذهن لري، له ماسره چې شاعران او ليکوا لان ملګري کورته را شي نو له هغوي سره مرکې کوي،

شعرونه ترې غواړي، د ځينو شاعرانو شعرونه يې هم زده کړي".

يو تن سپين زيري کليوال د جمال په هکله وويل:" جمال ډېر هوښيار هلک دی، موږ ته هر وخت د تېرو پاچاهانو کيسې کوي".د جمال يوۀ ملګري وويل:

"جمال زما ملګری دی، موږ سره هېڅکله جنګ نه کوي او په لوبو کې هم تکړه دی". تر دې وروسته ګاډيوانه او ماشومان ځي او خپرونه پای ته رسېږي.

غالۍ اوبدونکی هلکڅېرې اوسيمې
غالۍ اوبدونکی
د ميملې بڼ دروازهڅېرې او سيمې
د ميملې بڼ
دوه ماشومان د حکيم سنايي په پارک کېڅېرې اوسيمې
د حکيم سنايي پارک
د سرکس لوبغاړېڅېرې اوسيمې
د سرکس لوبغاړې
امام صيب پارک څېرې اوسميې
امام صيب پارک
شاعره څېرې اوسمې
شاعره جنۍ
دحيرتان بندرڅېرې اوسيمې
دحيرتان بندر
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>