BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:22 گرينويچ 2008 ,26 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې او سيمې: سرکاري باغ

سرکاري باغ

نجيب او آرزو د ګاډيوانې په تمه دي چې له ژمنې سره سم دوى يو بڼ ته بو ځي. نجيب وويل چې بيا هوا سړيږي او باغونو ته تګ نه کيږي.

ګاډيوانه راغله او ماشومان يې په جادويي ګاډۍ کې سر کاري بڼ ته چې د قندهار ولايت د ارغنداب په ولسوالۍ کې دی روان کړل.

لږ وروسته ګاډيوانه ځپله جادويي ګاډۍ په سر کاري بڼ کې ښکته کوي.

ماشومان په بڼ کې د ونو، د انګورو تاکونو او ګلانو په ليدو حيران شول. بيا يې له يو ځوانکي سره چې عنايت الله نوميده په خبرو پيل وکړ.

عنايت الله وويل: "هره جمعه دې بڼ ته راځو ددې بڼ ونې او ګلان مې ډير خوښيږي او دلته هر ډول لوبې کوو، لکه توپډنډه او خوسی".

همدارنګه علي رضا وويل: "زه د توپ خانې له سيمې نه د سيل لپاره راغلى يم." په کې ماشومان يو دکاندار سره خبرې کوي.

ماشومان او ګاډيوانې ته د يوې کورنۍ مشر وويل: "زه هر وخت خپل ماشومان او کورنۍ دې بڼ ته راولم دلته د مېوو ونې او ډول، ډول ګلان شته."

سرکاري بڼ
سرکاري بڼ
 سرکاري بڼ د امير عبدالرحمان خان په زمانه کې جوړ شوی دی.

ماشومان پوښتي چې دا بڼ څه وخت جوړ شوی؟ ګاډيوانه وايي: "دا بڼ د امير عبدالرحمان خان په زمانه کې تقريباً١٢٠ يا ١٣٠ کاله پخواجوړ شوی دی.

دا ځل ماشومانو د بڼ د لويوالي په هکله پو ښتنه وکړه، ګاډيوانه هغوي باغوان ته وروستل . باغوان وويل:

"ددې بڼ لويوالی تقريباً(٦٠ )جريبه دی. دوه دروازې هم لري او د هغې غونډۍ په سر پخوا يو هوټل د اوبو حوض او ورسره درې کښتۍ هم وې".

په پای کې ګاډيوانې وويل چې له دې باغ سره بيا ١٥ جريبه خمکه نوره هم ورګډه وشوه او وروسته له دې خپرونه پای ته رسيږي.

تاريخ پوه هلکڅېرې او سمې
تاريخ پوه هلک
غالۍ اوبدونکی هلکڅېرې اوسيمې
غالۍ اوبدونکی
د ميملې بڼ دروازهڅېرې او سيمې
د ميملې بڼ
دوه ماشومان د حکيم سنايي په پارک کېڅېرې اوسيمې
د حکيم سنايي پارک
د سرکس لوبغاړېڅېرې اوسيمې
د سرکس لوبغاړې
امام صيب پارک څېرې اوسميې
امام صيب پارک
شاعره څېرې اوسمې
شاعره جنۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>