|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: سراج الاطفال | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نسيم او راحله ماڼۍ ته روان وو، پۀ لاره کې لالو ما ما سره مخامخ شول، چې ونې لاندې ناست و او شپېلۍ يې وهله، دوۍ لۀ لالو سره پۀ ګډه ماڼۍ ته ورغلل. پۀ ماڼۍکې ماشومانو د يو زوړ کتاب پۀ اړه پوښتنه وکړه، لالو وويل: "دا د سراج الاطفال جريدې کلکسيون دی". پۀ همدې اړه يې يوه دريڅه پرانيستله. دريڅه فريدې منير ته وويل: "ښوونکي ورته نن يوه کيسه وکړه، چې د سراج الاطفال پۀ جريدې کې راغلې وه او سراج الاطفال پۀ افعانستان کې د ماشومانو لومړنۍ جريده وه". د همدغې جريدې پۀ اړه د نورو مالوماتو لپاره فريدې د ترۀ خواته ورغلل، چې هغه د سراج الا طفال جريدې کليکسيون لري. هغۀ ورته وويل: "سراج الا طفال پۀ افغانستان کې د ماشومانو لومړنۍ جريده وه، چې (٩٠) کاله مځکې پۀ کابل کې ځپرېدله او محمود طرزی يې مسوول مدير و. پۀ دغه جريده کې دماشومانو لپاره پۀ ساده ژبه علمي، تفريحي او نور مطالب ځپرېدل او موځه يې د کوچنيانو د علمي سطحې لوړول و". ماشومان ديوې مجلې پر مخ د يو ځوان هلک عکس ويني، لالو نه يې پۀ اړه مالومات غواړي. لالو ورته پۀ دې اړه دريڅه پرانيستله.
دريڅه احمد ولي فتح علي يو ځوان دی، چې موسيقي يې زده کړېده، د سندرو دوه سي ډيانې يې ثبت شويدي، کلاسيکه موسيقي يې خوښيږي. لۀ استاذ فتح علي نه يې موسيقي زده کړې ده، اوس هم اسلام اباد ته ورځي او موسيقي ترې زده کوي، هيله لري چې په راتلونکې کې په موسيقۍ کې استاذۍ ته ورسيږي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||