BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:13 گرينويچ 2008 ,03 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: خامک کوونکې

لالو ماما
لالو ماما خپلو مېلمنو ته سترګې په لار دی.
قدرت الله او شکر الله غواړي چې ماڼۍ ته ولاړ شي، خور يې شيما عنم غواړي چې ورسره ولاړه شي، خو قدرت يې نۀ پرېږدي ورته يې وويل:

"ته نجلۍ يې، بايد په کور کې واوسې" دواړه د ماڼۍ پۀ انګړ کې لالو ماما سره مخامخ شول لۀ ستړي مشي نه وروسته ټول ماڼۍ ته ننوتل.

لالو وويل: "شيما ولې رانغله!" قدرت وويل: "هغه ما پرېنښوده، نجلۍ ده نجونې بايد په کور کې وي." په دې کې له لالو نه يې وغوښتل چې يوه دريڅه ورته پرانيزي.

دريڅه:

خبريال وويل: "د ځينو ورونو لۀ اړخه پر خويندو باندې بېځايه پابندي ځينې خويندې لۀ يو لړ ستونزو سره مخامخ کړيدي، يوې نجلۍ وويل:

"ورور مې د خورلڼو او خپلوانو کورونو کې محفلونو ته نۀ پرېږدي، وايي ته ځوانه شوې يې نوره چېرته مۀ ځه". بلې نجلۍ وويل:

"ما مې ورور د ترۀ او ترور کور ته هم نۀ پرېږدي، او که په پټه ولاړه شمه وهي مې هم". بلې نجلۍ وويل: "ورور مې وايي ته اوس ځوانه شوې يې د خورلڼو کورته به دې نۀ ځې".

خبريال وويل: "خو داسې نجونې هم شته چې له خپلو ورونو سره دغه ستونزه نه لري". يوې نجلۍ وويل: "ما مې ورور ځينو ځايونوته له تګ نه منع کوي،

زه يې دلايل اورم، پوهېږمه چې خبره يې سمه ده بيا هلته نۀ ځمه او خواشينې کېږمه هم نۀ". يو هلک بيا پۀ دې اړه داسې وويل:

شغله
هره نجلۍ د شغلې په شان کولی شي چې له خپلو خولڼو نه ډېر کارونه ياد کړي.

"زۀ مې له خپلو خويندو سره د يوۀ دوست پۀ څېر چلند کوم لکه څنګه چې هلکان حق لري ملګري ولري تفرېح وکړي، نجومې هم حق لري تفرېح وکړي".

قدرت په خپلو کړو پښېمانه يي، لالو ورته وويل:" نجونې کولی شي له خپلو خولڼو نه ډېر کارونه ياد کړي لکه شغلې چې ياد کړيدي". ماشومان د شغلې په اړه پوښتي.

لالو وويل: "شغله (١٥) کلنه ده لۀ خپلې خورلڼې نه يې سکوی ( خامک ) زده کړيدی، اوس کولی شي هر ډول خامک وکړي، له همدې سره خپرونه پاي ته رسيږي.

په سمندر کې د اوبو لاندې هوټليوه ماڼۍ او زر دريڅې
رازساتنه
خوشحال خان خټکيوه ماڼۍ او زر دريڅې
خوشحال خان خټک
مدنی ټولنهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
مدنی ټولنه
دمبوره غږوونکیيوه ماڼۍ او زر دريڅې
دمبوره
ليمويوه ماڼۍ او زر دريڅي
ويټامين سي
 سر خوړونکي ديوالونهيوه ماڼۍ او زردريڅې
سر خوړونکي ديوالونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>