BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 12:24 گرينويچ 2008 ,25 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅي: ويټامين سي

ويټامن سي

لالوماما الهام او مينا ماڼۍ ته دننه بوتلل، ميلمنو د هوا له تودوښي څخه سر ټکاوه

لالوماما د دواړو لپاره د ليمو شربت جوړکړ خو مينا له ځښلو څخه يې انکار وکړ او ويې ويل چې تروش دی.

الهام د ليمو د ګټې په اړه وايي چې په ډيره اندازه ويټامين سی لري، مينا ورباندې خاندي، لالو د الهام خبرې تاييدې وي او په همدې اړه يوه دريڅه پرانيستله.

دريڅه:

عادله او شکيلاچې دوه خورلڼې وي چې په ګډه ګودر ته تلې. يوه ورځ عادلې نه غوښتل چې اوبو پسې لاړه شي.

نارنج
 ويټامين سي په سابه، نارنج، ليمو، خټکى اوداسې نوروشيانوکې پيدا کيږی.

شکيلا يې علت پوښتي، عادله د خپل غاښونو د وينې کېدو ورته وايي.

شکيلا ورته وايي چې ډاکټر ته ورشي. بله ورځ شکيلا، عادله د چينې په غاړه ويني او د ناروغۍ پوښتنه يې کوي.

عادله وايي چې، اوس ښه شوې ځکه چې د ډاکټر په وينا يې ويټامين سي اخيستې او ډاکټر ورته وويل چې،

د غاښو وينې کېدل د ويټامين سي کمښت له وجې دي، ويټامين سي د سړي اشتها ډېروي د وجود مقاومت لوړوي او د هډو او زخم په زر جوړېدو کې ډېر رول لري.

همدارنګه ويټامين سي په حيواني او نباتي شيانو کې لکه سابه، نارنج، ليمو، خټکى، شنه مرچ، کاهو، کدو، هندواڼه او داسې نورو شيانو کې پيدا کېږي او ورسته له همدې خبرې دريڅه تړل کيږي.

د لالو ماما الهام ته پام شو چې له جيبه يې د مرميو پټاکۍ راويستله لالو په ډيره ورخطايۍ پټاکۍ ترې واخيسته او له دغو شيانو سره د لوبو د خطر په اړه يې يوه دريڅه ورته خلاصه کړه.

دريڅه:

مرمۍ
له مرميو څخه باروت را ايستل سړی وژلی هم شی.

خبريال د ناچاودو مرميو څخه د پټاکيو او باروتو را ايستل دېر خطرناکه وبلل د ميراجان په اړه يې وويل چی،

د هاوان پټاکۍ يې په ښکاري ټوپک کې واچوله د ماشې په کش کولو سره پټاکۍ وچودېده او مخ يې وسه."

همدا رنګه ميرويس د مرميو څخه د باروت را ايستل چې، مرمي انفجار وکړ او د ښي لاس گوتې يې له منځه لاړي.

خو نعيم دباروتو کڅوړه د نغري څنګ ته ايښي وه په دې کې باروتو اور واخيست او د خسو کوټه او ټول د ژمي خس يې وسوزيدل.

 سر خوړونکي ديوالونهيوه ماڼۍ او زردريڅې
سر خوړونکي ديوالونه
نيزه بازی ( سانګه )يوه ماڼۍ او زر دريڅي
نيزه بازی ( سانګه )
ځوانان او فلمونهيوه ماڼۍ او زردريڅي
ځوانان او فلمونه
ورزشکاره نجلۍيوه ماڼۍ او زردريڅې
ورزشکاره نجلۍ
مولانايوه ماڼۍ او زردريڅې
مولانا
نقاشييوه ماڼۍ او زردريڅې
نقاشي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>