BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:18 گرينويچ 2008 ,10 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زردريڅې: سر خوړونکي ديوالونه

 سر خوړونکي ديوالونه
معروف د ماڼۍ په دهلېز کې لالوماما او مرضيې ته وويل چې دانډيوال سره دکابل د شيردروازې دديوال په هکله غږېدۀ.مرضيې په دې اړه معلومات وغوښتل لالودريڅه پرانېستله.

(( دريڅه ))

ذبيح او زيباپه مجله کې د شير دروازي دديوال عکس وليد خو په هکله يې هېڅ شی ليکل شوي نه و. دواړه په ګډه حکيم بابا ته لاړل .حکيم بابا وويل:

دغه ديوال په پخوا زمانو کې د زنبېلک شاه ( زنبورک شاه ) په نوم د کابل يو پاچا د ښار دساتنې لپاره جوړ کړی و.ټولو ځوانانو بايد په کې کار کړی وای.

سرغړوونکی يې ژوندی په ديوال کې خښاوه. يو ځوان چې نوې کوژده کړې وه ژرژر کار کاوه تر څو ديوال جوړ او واده وکړي.خو نجلۍ وويل: ته دظالم ظلم منې زه درسره واده نه کوم.

وروسته يې دنارينه جامې واغوستې اودديوال په جوړولواخته شوه. يو وخت نجلۍ وليدل چې پاچاکار له نژدې ګوري نو مخ يې پټ کړ.

پاچاوپوښتل چې تراوسه دې له ځوانانو مخ نه پټاوه زماڅخه دې ولې پټ کړ؟ نجلۍ وويل: يوازې ته نارينه يې، دوئ نه دي ځکه چې دظالم ظلم مني.وروسته يې په يوې غټې تيږې پاچا په سر وويشته.

 دآسمايي ديوال پخوا د زنبېلک شاه په نوم د کابل يو پاچا جوړ کړی و

نورځوانان هم په غيرت راغلل، پاچا يې له مينځه يووړ او دکاميابۍ جشن يې ونيو. ((دريڅه تړل کيږي))

معروف او مرضيې وويل چې داسې تاريخي اثار بايد وساتل شي،لالو څرګنده کړه چې ولايتي شورا دنورودولتي ارګانونو ترڅنګ د هغو د ساتنې دنده لري .

معروف د ولايتي شورا په اړه له لالو څخه وپوښتل لالو د لا زياتو معلوماتو لپاره يوه دريڅه پرانېستله .
((دريڅه خلاصېږي))

خبريال وويل: "ولايتي شورا د خلکو او دولت تر منځ د پله حيثيت لري ،يعنې دخلکو ستونزې دولت ته رسوي .راځئ په دې اړه دڅو ځوانانو خبرې واورو":

اسد وويل : "زه نه پوهيږم چې ولايتي شورا څه ته وايي؟" .فرشتې وويل: "په ولايتي شورا کې وکيلان وي".

ولايتي شورا
ولايتي شورادخلکواودولت تر منځ دپله حيثيت لري، دخلکو ستونزې دولت ته رسوي

خبريال وويل : "دولايتي شورا غړی ډاکټر عاشق الله يعقوبي په دې هکله څرګنده کړه":

"ولايتي شورا دولت ته مشوره ورکوي تر ځو د ښونځيو ،کلينکونو ،پارکونو په بيا جوړونه کې ونډه واخلي

دبيلګي په توګه که دولت غواړي په يوه سيمه کې پل يا ښونځي او يا کومه پروژه جوړه کړي ولايتي شورا مشوره ورکوي چې سم ځاي غوره کړي" .
((دريڅه تړل کېږي ))

ځوانان او فلمونهيوه ماڼۍ او زردريڅي
ځوانان او فلمونه
 خطرناکه اوسپنهيوه ماڼۍ او زردريڅې
خطرناکه اوسپنه
ورزشکاره نجلۍيوه ماڼۍ او زردريڅې
ورزشکاره نجلۍ
مولانايوه ماڼۍ او زردريڅې
مولانا
نقاشييوه ماڼۍ او زردريڅې
نقاشي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>