|
يوه ماڼۍ او زردريڅې: نقاشي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لالوماما له مېلمنو سره د ماڼۍ په انګړ کې وليدل،هغوی يې ماڼۍ ته دننه بوتلل. هلته د مېلمنو، د پاچا او لالوماما يوه ګډعکس ته پام شو چې، پر دېوال راځوړند و. لالوماما په خندا وويل چې، داعکس نه، بلکې نقاشي ده. مېلمنو وغوښتل چې د نقاشۍ په باب معلومات ترلاسه کړي. لالوماما په دې باب يوه دريڅه راخلاصه کړه. دريڅه ميوند خپلې خورزې، مريمې ته په غوصه و،چې ولي دي زما مجله اخيستې ده؟ مريمې وويل چې په دې مجله کې مې د نقاشی په باب معلومات لوستل. ميوند وويل، ته يې ولوله چې څه ډول معلومات دي؟ مريمې ورسره ومنله او ويې ويل: ” يوه ورځ مغولي پاچا ګوډ تېمور ډېر نقاشان راوغوښتل چې د معيوبينو پۀ باب نقاشي وکړي. يوه نقاش يوه شمع رسم کړه چې ماته وه خو رڼا يې کوله . د ګوډ تېمور دغه نقاشي ډېره خوښه شوه او هغه نقاش ته يې جايزه ورکړه“. ميوند وغوښتل چې د نقاشۍ په باب نور معلومات هم ترلاسه کړي، هغه و چې دواړه حکيم بابا ته ورغلل. حکيم بابا وويل : ” نقاشي يوه عربي کلمه ده چې د نقش کولو په ماناده، يانې په رنګونو باندې نقاشي کول . نقاشي څوډولونه لري، لکه آبي، روغني او پنسلي. پۀ آبي نقاشۍ کې يوازي رنګ او اوبه سره ګډېږي او پر يو ډول مخصوصو کاغذونو کارول کېږي او روغني نقاشي بيا پر کاک، لرګي، ښيښې او داسي نورو باندې کېږي. په افغانستان کې د نقاشۍ دقيق تاريخ نه دی معلوم، خوله ځينو اثارو داسې ښکاري چې، په دې هيوادکې له ډېر پخواڅخه نقاشي دود ده. وروسته د نقاشۍ تکړه استادان غلام محمدميمنه ګي اواستاد برېښنا تېر شوي دي چې، په کابل کې يې د نقاشۍ ښوونځی جوړکړ او ډېر شاگردان يې وروزل . دغه راز د استاد بهزاد، د سلامان او ابسال تابلوګانې يادولای شو. د استاد غوث الدين خان تابلوهم ديادولو وړ ده چې دپخواني پاچامحمد ظاهر شاه څېره يې نقاشي کړې ده. مرضېي وويل چې، زه هم غواړم نقاشي زده کړم .لالو ماما وويل چې، په هر کارکې دسکينې غوندې کلک هوډ او مينه ضروري ده. مېلمنو وويل چې داسکينه څوک ده؟ لالوماما دسکينې په باب يوه دريڅه را خلاصه کړه.
دريڅه دماڼۍ خبريال په کابل کې د اشيانې په روزنتون کې د نقاشۍ څو ځوړندو شويو تابلوگانو ته په اشارې سره وويل چې، زما څنګ ته يوه نقاشه نجلۍ ولاړه ده ، نور معلومات به داخپله درکړي. سکينې وويل:” ( ١٦ ) کلنه يمه او په اشيانه کې درس وايم. زما له ماشومتوبه له نقاشئ سره مينه وه، خو په اته کلنۍ کې مې په منظم ډول نقاشۍ پيل کړه . لومړى مې په پنسل او وروسته مې روغني نقاشي شروع کړه. د خپلوتابلوگانو شمېر راته معلوم نه دی، خولومړۍ تابلومې په ياد ده چې د ازادۍ پېغام يې درلود. داد يوې ښځې انځور وچې چادري يې پر سر او يوقفس يې پر سر ايښى و. دانقاشي مې پر يوه بهرني سړي په لوړه بيه وپلورل. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||