BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:17 گرينويچ 2007 ,24 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: ډايناسور

د افغانستان سرحدات په نقشه کې

رويا او راشد د ماڼۍ په انگړ کې په خپلو کې سره غږېدل او د ماڼۍ د ښکلا ستاينه يې کوله چې په دې وخت کې لالو ماما راغى او هغوی يې ماڼۍ ته دننه بوتلل.

په ماڼۍ کې دننه لالو ماما د رويا د نويو جامو ستاينه وکړه، رويا ورته وويل چې دا جامې زما ترور چې په هرات کې اوسېږي، راته رالېږلي دي.

لالو ماما هرات دافغانستان د يوه سرحدي ولايت په توګه ياد کړ، مېلمنو وويل چې د سرحد نوم مو اورېدلى خو په دې نه پوهېږو چې سرحد څه شى دى؟

مېلمنو له لالو ماما څخه وغوښتل چې په دې اړه يوه دريڅه ورته خلاصه کړي، لالو ماما هم دغه خبره ومنله او هغوی ته يې يوه دريڅه را خلاصه کړه.

دريڅه

 سرحد هغې کرښې ته ويل کېږي چې د دوو هيوادونو تر منځ ځمکه وېشي. سرحد پر دوه ډوله دي. يو طبيعي سرحد او بل هندسي سرحد.
ودير صافی

خبريال د يو څو تنکيو ځوانانو په منځ کې ولاړ دی او له هغوى څخه يې د سرحد په باب وپوښتل. يوه ځوان وويل:

سرحد د دوو هيوادونو تر منځ کې دېوال ته وايي“. يوه بل ځوان وويل:

زه داسې فکر کوم چې سرحد د کوم هيواد نوم دى“.

خبريال وويل: سرحد پولې ته ويل کېږي چې يوه سيمه له بلې سيمې څخه جلا کوي.

د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد، ودير صافی په دې باب داسي وويل:

”سرحد هغې کرښې ته ويل کېږي چې د دوو هيوادونو تر منځ ځمکه وېشي.سرحدونه دوه ډوله دی.

يو طبيعي سرحد دی چې د غرونو او سيندونو په وسيله دوه هيوادونه سره بېلوي، لکه د امو سيند چې د افغانستان، تاجکستان او ازبکستان تر منځ پوله جوړه کړی ده.

طبيعي سرحد!
طبيعي سرحدات
 هغه دی چې د غرونو او سيندونو په وسيله دوه هيوادونه سره بېلوي، لکه د امو سيند چې د افغانستان، تاجکستان او ازبکستان تر منځ پوله جوړه کړی ده.
ودير صافی

دوهم ډول بيا هندسي سرحد دی. په هغه ځاى کې چې طبيعي سرحد نه وي، نو هندسي سرحد کولاى شي چې د سيم يا ديوال او يا هم نورو څيزونو په مرسته وټاکل شي“.

دريڅه تړل کېږي

مېلمنو د ماڼۍ په دالېزونوکې قدم واهه چې په دې کې د رويا، ديوه حيوان يوې وړې مجسمې ته پام شو چې د مېز پر سر پرته وه.

دمجسمې په اړه ترلنډ بحث وروسته مېلمنوله لالوماما څخه وغوښتل چې په دې باب يوه دريڅه ورته خلاصه کړي چې لالو ماما هم د دوى په غوښتنه يوه دريڅه راخلاصه کړه.

دريڅه

نظيفه خواشينې وه، د هغې ورور سالم راغى او د خپگان علت يې ورڅخه وپوښت.

نظيفې ورته وويل چې په راډيوکې يې دکوم غټ حيوان په باب معلومات ورکول خو څپې يې راڅخه ورکې شوې.

سالم په خندا وويل چې دا خوبه زه درته ووايم، په نړۍ کې تر ټولو غټ حيوان فيل دی، خو نظيفې دا خبره ونه منله. هغه وچې دوی دواړه د دې معلوماتو لپاره حکيم بابا ته ورغلل.

حکيم بابا ددوى د معلوماتو لپاره يو فلم چې د ډاينا سور په باب جوړ شوی و، هغوی ته په خپل کمپيوټر کې ور وښود.

ډايناسور
څېړونکو په وينا، دوی د هوا د خرابوالي او غذايي موادو د کمښت له امله مړه شول اونسل يې له منځه ولاړ.
حکيم بابا

نظيفه او سالم د فلم په ليدو ډېرحيران شول، نظيفې وويل: ”دا حيوانات څومره غټ غټ دي، پښې يې څومره قوي دي، څنگه زخن پوستکى لري؟“

سالم وويل: ”پرلاره څنگه کرار کرار ځي، دا خو بيخي سوسمار غوندې دی او دا مغزيان (اورمېږونه) يې څومره اوږده اوږده دي؟“

حکيم بابا وويل: ”د دغو حيواناتو له لاس ته راغليو سکلېټونو څخه داسې ښکاري چې دوی (٣٥٠) ميليونه کاله مخکې په مځکه کې ژوند کاوه

په دغو حيواناتو کې يې ځينې الوتل او ځينې يې پر ځمکه خوځېدل، ځينو يې غوښې خوړې او ځينو يې بيا واښه خوړل.

د دوى وزن (١٥) ټنو ته رسېده چې (١٢٠٠) منه کېږي. د څېړونکو په وينا، دوی د هوا د خرابوالي او غذايي موادو د کمښت له امله مړه شول اونسل يې له منځه ولاړ.

دريڅه تړل کېږي

د کاراټې اتليوه ماڼۍ او زر دريڅې
کاراټه
الماسيو ماڼۍ او زردريڅې
الماس
يوه فوټبالره نجلۍيوه ماڼۍ او زر دريڅې
ورزش
امير بنديوه ماڼۍ او زر دريڅې
امير بند
مرمۍيوه ماڼۍ او زر دريڅې
مرمۍ
د بدخشان غرونهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
بدخشان
د سالنګ مېلهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
د سالنګ مېله
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>