BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:37 گرينويچ 2007 ,04 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: د سالنګ مېله

د سالنګ غرونه

توجه! د تخنيکي ستونزو له کبله فعلا پدې پاڼه کې د خپرونو غږ نه شې اوريدلى، د بي بي سي تخنيکى مسولين هڅه کوي چې زر تر زر تاسې گران اوريدونکو ته ټولې خپرونې د اوريدو لپاره چمتو کړي.

فرشته او الياس د ماڼۍ په انګړ کې لالو ماما وليد چې، د سفر سامان، لکه دېگ، فرش او داسې نور يې چمتوکول.

الياس او فرشته نژدې ورغلل او تر روغبړ وروسته لالو هغوی ماڼۍ ته دننه بوتلل.

فرشتې له لالو څخه پوښته وکړه: لالو ماما چېرې روان يې چې، دسفر سامان دې چمتوکاوه؟ لالوماما وخندل او ويې ويل چې، دخپلو ملګرو سره د مېلې لپاره سالنګ ته تلم.

تردې وروسته مېلمنو له لالو څخه وغوښتل چې، د سالنګ د مېلې په باب يوه دريڅه ورته راخلاصه کړي. لالو هم دغه خبره ومنله او په دې باب يې يوه دريڅه راخلاصه کړه.

دريڅه خلاصېږي .

رابعه او ارين دسالنګ د سيند پرغاړه ولاړ دي او د هغو خلکو سيل کوي چې، مېلې ته راغلي دي.

په ميله ځای کې نظافت ته پاملرنه!
ځوانان په سالنګ کې
 کله چې، موږ څه شى خورو، نو پوټکي يې يوځای ګوښه اچوو او يا يې دلته يوچاته ورکوو چې، هغوی يې څارويو ته ورکړي.
يو ځوان

آرين چې، نوى له مهاجرته راستون شوى، ويې غوښتل چې، د سالنګ دمېلې په باب له خلکو څخه پوښتنې وکړي.

رابعې او ارين له يوې ښځې څخه چې، مېلې ته راغلې وپوښتل چې، د سالنګ مېله له کوم وخته راهيسې رواج شوې ده؟

ښځې وويل: له ډېره وخته راهيسې خلک سالنګ ته دمېلې لپاره راځي، ان داچې زه ډېره کوچنۍ وم چې، له خپل پلار او مور سره به سالنګ ته په مېله راتلمه.

بيا يو هلک چې، د توپ بازۍ په لوبه بوخت و وويل: زه ددې لپاره دلته راغلی يم چې، ساعت مې تېر شي.

يوه نجلۍ چې، د خپلې کورنۍ سره مېلې ته راغلې وه او په ډوډۍ پخولو لګيا وه داسې وويل:

موږ ددې لپاره سالنګ ته راغلي يو چې، دلته مو ساعت تېر شي، ځکه چې دلته ښه هوا او روانې اوبه دي.

تردې وروسته ارين او رابعې په مېله ځای کې دپاکوالي په باب له يوه ځوان څخه وپوښتل هغه وويل:

سالنګ، پخوانی ميله ځای
 له ډېره وخته راهيسې خلک سالنګ ته دمېلې لپاره راځي، ان داچې زه ډېره کوچنۍ وم چې، له خپل پلار او مور سره به سالنګ ته په مېله راتلمه.
يوه ميرمنه!

کله چې، موږ څه شى خورو، نو پوټکي يې يوځای ګوښه اچوو او يا يې دلته يوچاته ورکوو چې، هغوی يې څارويو ته ورکړي.

دريڅه تړل کېږي.

لالو اومېلمانه دسالنګ په باب خبرې کولې چې، په دې وخت کې د ټيليفون زنګ راغی. الياس له لالو څخه وپوښتل چې،دا دڅه شي زنګ دى؟ لالو ماما وويل چې، دا د ماڼۍ دپيغام ثبتوونکي ماشين غږ و.

کله چې، لالوماما پيغام وکوت، نو ګوري چې، د اسماء په نوم يوې نجلۍ پيغام رالېږلی او پوښتلي يې دي چې، موږ ته د تارشمارۍ په باب معلومات راکړئ.

ددې پيغام په لوستلو سره مېلمنو له لالوماما څخه وغوښتل چې، د تارشمارۍ په باب يوه دريڅه ورته راخلاصه کړي.

لالوماما هم د دوی دغه خبره ومنله او په دې باب يې يوه دريڅه ورته راخلاصه کړه.

دريڅه خلاصېږي

دماڼۍ خبريال له څو ځوانانو سره روغبړ کوي او د څولاسي ګنډنو نومونه اخلي لکه خامک، ګلدوزي او داسې نور.

خبريال د تار شمار يادونه هم کوي او د خنجر دوزۍ يا چکني يادونه هم کوي.

لاسي ګنډل شوی ټوکر
 تارشمار ډېر لوړ شهرت او ښه بازار لري، بهرنيان يې هم اخلي او بهرنيو هېوادونو ته يې وړي او دغه ډول ګنډل زياتره په پښتنو او هزاره ګانوکې رواج لري.
ميرمن مريم

د تارشمارۍ په اړه يوه پېغله داسې وايي: ”تارحساب ياتارشمارهغه ډول ګنډل دي چې، تارونه يې حساب او په رنګه سونډونو ګنډل کېږي“.

خبريال وايي چې، په تارحساب لرجرومه ( رانجه نونونی ) ، پای پيچي، کڅوړې، غاړه ( ټټر ) کمر بند، د لستوڼو او لمنو شاوخوا او داسې نور شيان ګنډل کېږي.

مريمه چې،د لاسي ګنډنو يوه سوداګره ده، د تارشمار د ارزښت په اړه داسي وايي: دغه ډول ګنډل زياتره په پښتنو او هزاره ګانوکې رواج لري.

تارشمار ډېر لوړ شهرت او ښه بازار لري، بهرنيان يې هم اخلي او بهرنيو هېوادونو ته يې وړي. تر دې وروسته دريڅه تړل کېږي او خپرونه پای ته رسېږي.

انټرنيټيوه ماڼۍ او زر دريڅې
د ښوونځي کورنی کار
د باميانو بودايوه ماڼۍ او زر دريڅې
باميان
نجونې په ښوونځي کېيوه ماڼۍ او زردريڅې
ښوونځی
طوبا رحمنيوه ماڼۍ او زر دريڅې
داستان ليکونکې نجلۍ
د نړۍ تر ټولو غټه لارۍيوه ماڼۍ او زر دريڅې:
د نړۍ تر ټولو غټه لارۍ
رباب او ډوليوه ماڼۍ او زردريڅې
مسعود رباب غږوي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>