BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 13:19 گرينويچ 2007 ,11 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زردريڅې: ښوونځی

ښوونځی

مرضيه او متين د ماڼۍ څخه د باندې يو ښکلی آس ويني. دوی حيرانيږي چې، لالو ماما ولې د ماڼۍ په انګړ کې نشته.

په دې وخت کې آس هغوى ته په سر اشاره کوي، مرضيه او متين هم ورځي اوپر آس سپريږي.

آس په خپله پښه ورو د ماڼۍ دروازه پرانيزي او مېلمانه ماڼۍ ته دننه ورځي. لالو ماما د ماڼۍ په دننه کې د مېلمنو هرکلى کوي او له مرضيې پوښتي چې، له ځان سره يې کتاب ولې راوړى دى؟

مرضيه وايي چې، غواړي ازموينو ته تيارى ونيسي، خو متين خاندي او وايي چې، مرضيه ولې نقل نه کوي چې درس وايي ؟

ميلمانه له لالو ماما څخه هيله کوي چې، يوه دريڅه ورته راخلاصه کړي، لالو ماما هم د هغوى په غوښتنه يوه دريڅه ورته راخلاصوي.

دريڅه

مرضيه او متين په دريڅه کې د ماڼۍ خبريال ويني چې، د يوې ډلې زده کوونکو په منځ کې ولاړ دى او له هغوى پوښتي چې، ازموينو ته يې تيارى نيولی که نه؟

د نقل په تمه
 ما په دې هيله چې، ملګرى به مې دامتحان په ورځ نقل راکړي، ټوله ورځ مې بېغمه خپلې لوبې کولې خو، دامتحان په ورځ ښِوونکي زما هغه انډيوال چې، د نقل وعده يې راسره کړې وه، زما څخه ليرې کښېناوه، هغه و چې زه ناکام شوم

ځينې زده کوونکي تياري لري او ځينې بيا داسې فکر کوي چې، دنقل له لار ې به بريالي شي.

خبريال له له زده کوونکو پوښتي چې ايا نقل کول به ښې نتيجې ولري؟

يو شاګرد وايي: ”ما د کاغذ پر کوچنيو ټوټو نقل ليکلى و، ښوونکي ونيولم او ناکام يې کړم“. بل شاګرد وايي :

” ما په دې هيله چې، ملګرى به مې دامتحان په ورځ نقل راکړي، ټوله ورځ مې بېغمه خپلې لوبې کولې.

خو، د امتحان په ورځ ښِوونکي زما هغه انډيوال چې، د نقل وعده يې راسره کړې وه، زما څخه ليرې کښېناوه، هغه و چې زه ناکام شوم“.

خبريال وايي: نقل کول نه يوازې دا چې، د اوس لپاره، بلکې په راتلونکې وخت کې هم ستونزې پيدا کوي.

ظاهره پوپل چې، په يوه مکتب کې ښوونکې ده، په دې هکله وايي:

”هغه کسان چې نقل کوي، ټنبل اموخته کيږي، مکتب په ښه توګه سر ته نه شي رسولاى.

نجونې په ازموينې کې
هغه کسان چې نقل کوي، ټنبل اموخته کيږي، مکتب په ښه توګه سر ته نه شي رسولاى

په راتلونکې وخت کې د خپلې خوښې پوهنځي ته هم نه شي تلای او په دفتر کې هم سم کار نه شي کولاى.

تر ټولو غوره لار داده چې، شاګردان خپل ورځني درسونه تکرار کړي او د درس زده کولو لپاره سهار وختي ښه وخت دی، ځکه چې دغه مهال د انسان ماغزه ارام وي او هر څه ښه زده کولاى شي.

که چيرې څوکسان سره يو ځاى شي او د موضوع په هکله بحث سره وکړي، مالومات يې زياتيږي اودرس يې ښه په مغزوکې کېني“.

دريڅه

لالو ماما د مېلمنو سره د ماڼۍ په دهلېزونو کې ګرځي. مرضيه او متين يوکوچنى موټر سايکل ويني چې، د ماڼۍ په شهزاده پورې اړه لري.

مېلمانه ددې موټر سايکل په ليدلو حيرانيږي او ګومان کوي چې، په نړۍ کې به تر دې کوچنی موټر سايکل نه وي.

لالو وايي چې، ما داسې موټرسايکل ليدلی چې، د دې موټر سايکل تر ټاير هم کوچنى دى.

مېلمانه په دې اړه له لالو ماما څخه معلومات غواړي او لالوماما په دې باب يوه دريڅه ورته راخلاصوي.

دريڅه

مرضيه، متين او لالو ماما په دريڅه کې يو داسې موټرسايکل ويني چې، د ګوګړو (اورلګيد) د يوې قطۍ تر څنګ ولاړ دى او د قطۍ درې برابره دى.

د نړۍ تر ټولو کوچنی موټر سايکل
 دا موټر سايکل نيم کيلو وزن لري چې، د سويډن په هېواد کې جوړ شوي او يو موټر لري، چې په يوه ساعت کې يوکيلومتر لار وهلای شي

لالو ماما وايي چې، دا موټر سايکل نيم کيلو وزن لري چې، د سويډن په هېواد کې جوړ شوي

او يو موټر لري، چې په يوه ساعت کې يوکيلومتر ( زره متره ) لار وهلای شي.

موټر سايکل دوه ټايرونه لري، خو ظاهري بڼه يې نورو موټرسايکلو نو ته نه ده ورته، سپين او ژيړ رنګ لري او ځينې برخې يې نکلي دي.

دوى لا په همدې خبروکې وي، چې دريڅه تړل کيږي.

مرضيه او متين هم د لالو ماما سره خداى پاماني کوي اوخپلو کورونو ته ځي.

طوبا رحمنيوه ماڼۍ او زر دريڅې
داستان ليکونکې نجلۍ
د نړۍ تر ټولو غټه لارۍيوه ماڼۍ او زر دريڅې:
د نړۍ تر ټولو غټه لارۍ
بادامد بنجارې خورجين
بادام
يوه ماڼۍ او زردريڅېيوه ماڼۍ او زردريڅې
زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکى
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>