|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: د نړۍ تر ټولو غټه لارۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لالو ماما د ماڼۍ په انګړ کې له مېلمنو (سمير او سهيلا) سره مخامخ کيږى. ميلمانه په خوښۍ وايي چې، هغوى نن پر پښونه بلکې په لارۍ کې راغلل. د ماڼۍ لويه جادويي دروازه پرانيستل کيږي او لالو په خوشحالۍ مېلمانه ماڼۍ ته د ننه بيايي. په دالېز کې سهيلا او سمير د هغې غټې لارۍ يادونه کوي چې د راتلو پر مهال يې د ماڼۍ په انګړ کې ليدلى وه. مېلمانه په داسې حال کې چې د ماڼۍ په دالېزونوکې ګرځي د هغو موټرو او لاريو د عکسونو يادونه کوي چې د دالېز پر دېوالونو لګېدلي دي. لالو ماما وايي: هغه لارۍ مو چې په د انګړ کې وليده، زموږ پاچا ته يو چا په تحفه کې ورکړې ده، خو ده يوه داسې لارۍ ليدلې چې په سلګونو ټنو وزن لري او تر دې لارۍ ډېره غټه ده. په دې وخت کې ماشومان غواړي چې لالو ماما دي په دې هکله يوه دريڅه ورته راخلاصه کړي، لالو ماما هم د هغوی دا خبره مني او يوه دريڅه ورته راخلاصوي. سمير، سهيلا او لالو ماما د دريڅې ها خوا د حسينې او زلمي په نوم دوه تنکي ځوانان ويني چې د حسينې په لاس کې يوه مجله وي او هغه ګوري يې.
زلمى ترې پوښتي چې په مجله کې څه شى ګوري؟ حسينه په مجله کې د نړۍ تر تولو غټې لارۍ يادونه کوي او زلمي ته يې عکس ورښيي. زلمى په عکس کې يوه لارۍ ويني چې، ډېره غټه ده او هغه کس چې دلارۍ ټاير ته نژدې ولاړ دى ونه (قد) يې د ټاير تر نيمايي پورې رسيږي. يانې د لارۍ هر ټاير د انسان د قد دوه برابر دى. زلمى له حسينې پوښتي چې دا لارۍ څومره وزن لري؟ حسينه وايي ٢٢٤ ټنه وزن لري او کولاى شي چې ٤٠٠ ټنه نور وزن هم يوسي. دا لارۍ د امريکا په متحده ايالتونو کې جوړه شوې او په کانونوکې ورځنې کار اخيستل کيږي. زلمى د موتړ د لوړوالي او اوږدوالي په هکله پوښتي، حسينه ځواب ورکوي چې تقريباً اووه نيم متره جګوالى او ١٩نيم متره اوږدوالى لري. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||